برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ شهریور , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

طالبانو د افغانستان د هوايي حریم د سرغړونې خبرداری ورکړی

طالبانو بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان هوايي حریم ته د ننوتلو خبرداری ورکړی.


د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد په کابل کې په یوه غونډه کې اعلان وکړ چې د افغانستان اوسنی حکومت به ډېر ژر د هېواد د هوايي حریم کنټرول په لاس کې واخلي.

مجاهد زیاته کړه، چې سرپرست حکومت به له شته امکاناتو په استفادې پر افغان خاوره هر ډول برید ته قاطع ځواب ورکړي.

د يادونې ده، چې تر دې دمه د افغانستان په ګڼو ولايتونو کې د بې پيلوټه الوتکو له خوا د دغه هېواد هوايي حريم تر پښو لاندې کېږي.

شریک یي کړئ!