برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۸ دی , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

طالبانو د اسلام او افغانستان په اړه د پوتین د څرګندونو هرکلی وکړ

آریانانیوز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اسلام په اړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د وروستیو څرګندونو او د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زیرمو پر آزادولو د هغه د ټینګار هرکلی کړی دی.


عبدالقهار بلخي؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د شنبې په شپه په ټویټر کې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو د سرپرست حکومت د ولادیمیر پوتین د وروستیو څرګندونو ستاینه کوي.

عبدالقهار بلخي؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د شنبې په شپه په ټویټر کې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو د سرپرست حکومت د ولادیمیر پوتین د وروستیو څرګندونو ستاینه کړې ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه تازه وینا کې په یوه غونډه کې وویل چې د اسلام پیغمبر او د مسلمانانو سپېڅلو احساساتو ته سپکاوی د بیان ازادي نه بلکې د مذهبي ازادۍ خلاف عمل دی.

د طالبانو په وینا پوتین په دې غونډه کې دا هم وویل چې هېواد یې په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ حکومت په رسمیت پېژندلو ته روان دی.

پوتین د پنجشنبې په ورځ په خپله دویمه غونډه کې په امریکا کې د افغانستان د بانکي زیرمو د ازادولو غوښتنه وکړه.

تر دې مخکې پوتین ویلي وو چې هغو کسانو چې شل کاله یې د افغانستان اقتصاد ویجاړ کړی، باید لومړی د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي