برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۱ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طالبانو خوشامند ولسوالي ونیوله

آریانانیوز: طالبان وايي سرتېرو يې تېره شپه د پکتیکا ولایت خوشامند ولسوالۍ بشپړه نیولې ده.


د طالبانو د خبرپاڼې له مخې په جګړه کې يې دولتي ځواکونو ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې او ډېر مهمات يې ګوتو ته ورغلي دي.
دوی پخپله رسمي خبرپاڼه د ولسوالۍ د نیولو لنډ خبر خپور کړی او د پوره جزئیاتو ژمنه يې کړې ده.
«تېـره شپه د پکتیکا ولایت د خوشامند ولسوالي په ټولیزه توګه فتحه شوه. د فتحې پر مهال دښمن ته زیان اوښتی او ګڼ شمېر وسلې او مهمات د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.»
د پکتیکا ځايي چارواکو د خوشامند ولسوالۍ د سقوط په اړه څه نه دي ویلي.
پکتیکا کې نکه، زېړوک، ګیان، وړممۍ، وازیخوا، برمل، ګومل او اومنه هغه ولسوالۍ دي چې د ځینو یوازې مرکزونه د حکومت لاس کې دي او د ځینو نورو مرکزونه هم انتقال شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي