برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۷ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

طالبان

آریانانیوز: ډونلډ ټرمپ په یو تازه ټویټ کې ادعاوکړ چې طالبانو نه لار ورکه ده او پر خپل برید پيښمانه دي ټرمپ همدا راز لیکلي چې تر دې ښې او غوره لارې وې چې طالبانو ټاکلې وای.
هغه وايي، پر طالبانو نظامي فشار لا ډیر شوی او هره ورځ ځپل کیږي، د سولې تر لغویدو دا د ټرمپ پر له پسې څرګندونې دي چې د طالبانو د بې سارې ځپلو خبرې کوي
دا په داسې حال کې ده چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په خیرونو کې هم پر طالبانو د بریدونو زیاتوالی له ورایه ښکاري، چې هره ورځ د طالبانو د وژل کیدو خبرونه خپرويي
د امریکې ولسمشر یو ځل بیا دکابل شش درک سیمې برید په هکله چې د یو امریکايي په ګډون ۱۲ تنه پکې ووژل شول وويل، چې دا دې طالبانو یوه لویه تیروتنه وه، چې اوس پر خپل دغه کار پښیمان نه دي
په همدې حال کې د طالبانو مرکچي پلاوی روسې ته تللی، او دا سفر د طالبانو او امریکې ترمنځ د بیا پیل خبرو په موخه شوی دی، روسي چارواکي هم د طالب مرکچي سفر د طالبانو لېوالتیا د سولې بیا پیل په مفهوم ګني. که څه هم داسې بریښي چې طالبان د سولې خبرو بیا پیل ته لېوال دي، خو د طالباانو د سیاسیي دفتر مرستیال مشر شېر محمد عباس ستانکزی وايي، که امریکا پر جګړې ټینګار کوي نو ده دوي سنګرونه به ساړه نشي، او د سل کال جګرې توان هم لري.

شریک یي کړئ!