برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

شاکر کارګر له خپل دندې ګوښه شو

آریانانیوز: ولسمشر اشرف غني د يوه فرمان له مخې د منځنۍ اسيا هېوادونو لپاره خپل ځانګړى استازى شاکر کارګر له دندې ګوښه او دغه تشکيل يې هم له منځه وړى دى.


د ولسمشر په فرمان کې چې د سلواغې په ٣٠مه، خپور شوى، راغلي، د اساسي قانون د ٦٤مې مادې د ١٣مې فقرې له مخې، د هم ګټو هېوادونو ( منځني اسيا او روسيې) لپاره د ځانګړي استازي په توګه د محمد شاکر کارګر عزل کول منظور دي.
دغه راز په دې حکم کې راغلي چې د هغه تشکيل او دفتر هم له منځه تللى دى.
هغه شاوخوا څلور کاله مخکې پر دې دنده ګومارل شوى و.
کارګر تر دې مخکې په ١٣٩٢ لمريز کال کې د سوداګرۍ د وزير او له هغه مخکې د اوبو او انرژۍ د وزير په توګه هم دندې ترسره کړې دي.
هغه د فارياب د اندخوى ولسوالۍ اوسېدونکى دى او په ١٣٥٦ لمريز کال کې زېږېدلى دى.
کارګر په ١٣٨٤ لمريز کال کې د افغانستان په لومړنيو پارلماني ټاکنو کې له فارياب ولايت څخه ولسي جرګې ته لاره موندلې وه.
دغه راز هغه په اذربايجان کې د افغانستان د سفير په توګه هم دنده ترسره کړې.

شریک یي کړئ!