برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۱ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سږکال ۱۸ افغان حاجیان وفات شول

آریانانیوز: د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارات وايي چې سږ کال د حج په مراسمو کې ۱۸ تنه افغان حاجيان وفات شوي دي.


په دغو حاجيانو کې ۷ تنه ميرمنې او ۱۱ سړي دي چې د حج د فريضې د اداء کولو پر مهال وفات شوي دي.
ددغه وزارت د عامه اړيکو او اطلاعاتو مسؤل ناصرالدين دريځ رسنيو ته ويلي دي چې د افغان حاجيانو مړينه د ناروغيو او ترافيکي پيښو له امله رامنځته شوې ده.
دريځ د هغو ۲۰۰ حاجيانو يادونه هم وکړه چې د حج د فريضې له اداء کولو څخه پاتې وو، وويل چې دغه شمير کسان په خپل وخت د پروازونو له پاره حاضر نه شول نو ځکه پاتې شوي دي چې په راتلونکې کال کې به وليږل شي.
د عربي رسنيو له قوله سږ کال د نړۍ له ۱۶۰ هيوادونو څخه نږدې درې ميليونه حاجيان د حج د فريضې د اداء کولو له پاره سعودي عربستان ته ورغلي وو چې يوازې لس سلنه يې له همدغه هيواد څخه حج ته ورغلي وو.
د وزارت د معلوماتو له مخې سږ کال د افغانستان ۲۹ زره ۶۹۹ تنه حاجيان د حج د فريضې د اداء کولو له پاره سعودي عربستان ته تللي دي چې د بيرته راستنېدو بهير يې د وږي په ۴مه پيل شوی دی چې تر دا مهاله نږدې شل پروازه حاجيان بيرته هيواد ته راستانه شوي دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي