برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

سولې مشورتي لویه جرګه دی وځنډول شی

آریانانیوز: پخواني ولسمشر حامدکرزی وایي چې له دې اړخه اندیښنه لري هسې نه چې د سولې مشورتي لویه جرګې د سولې د خبرو د خنډ او ځنډ لامل شي.


پخواني ولسمشر له افغان حکومته غوښتي چې د سولې مشورتي لویه جرګه و ځندوي.
د حامد کرزي پر فیسبوک پاڼه د خپرې شوې اعلامېې له قوله، چې د راتلونکي جرګې په تړاو په خپله حکومت کې دننه او په ملي کچه اجماع نه شته ځکه یې دی ګټوره نه ګڼي.
په اعلامیه کې راغلي:” تل مې د یوه افغان په توګه ملي اجتماع ته د رسیدو په موخه د مشورتي جرګې په ارزښت ټینګار کړی، خو د ځینو دلایلو له کبله دغه مشورتي لویه جرګه چې د حکومت له لوري را بلل شوې ده، په اوسنیو شرایطو کې د خلکو په ګټه نه ده”.
له دې وړاندې د ملي یوالي حکومت شریک ډاکټر عبدالله عبدالله او ټاکنیز ټیم یې، محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټیم، د حزب اسلامي مشر او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار او یو شمېر نورو سیاسي، شخصینونو او نوماندانو د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د نه ګدون او تحریم اعلامېې خپرې کړې وې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي