برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۹ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سلګونه سیاسي پاسپورټونه ناقانونه وېشل

د تېرو څو کلونو په اوږدو کې د بهرنیو چارو وزارت سلګونه سیاسي پاسپورټونه ناقانونه وېشلي او داسې چاته ورکړل شوي چې قانوني شرایط يې نه درلودل.


د یوراپور پر اساس سلګونه جلده پاسپورټونه عادي وګړو ته د وزارتونو د کارکوونکو او چارواکو په نامه وېشل شوي دي.
د سرچینې په وینا له سیاسي کارپوهانو نیولې د مارشال محمد قسیم فهم، احمد شاه مسعود او نورو مړو او ژوندیو چارواکو تر کورنیو او خپلوانو پورې دغه پاسپورټونه ویشل شوي دي.
راپور زیاتوي چې تر اوسه پوري ۴۸۴۰ جلده سیاسي پاسپورټونه توزیع شوي، چې له منځه يې سلګونه غیر قانوني ورکړل شوي دي.
همدغه رازدراپور له مخې ان یوه سفیر خپل اشپز ته هم د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکي په نوم سیاسي پاسپورټ اخیستی دی.
د شنونکو له قوله د ګډ حکومت په راتګ سره ادارو خپل ارزښت او ان صلاحیت له لاسه ورکړی او له یو ډول ګډوډۍ سره مخ دي.
د دوی په باور د سیاسي پاسپورټونو په برخه کې په دې اندازه بې غوري د دې علت کېدلی شي، چې په نورو هېوادونو کې زموږ سیاسي پاسپورټ خپل ارزښت له لاسه ورکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي