برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۱ مرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

سره صليب: د افغانستان تر نيمايي زيات نفوس مرستو ته اړتيا لري

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې (ICRC) د عملیاتو مشرې کریستینا سیپولا وویل: بشري سازمانونه هر څه چې دوی یې کولی شي ترسره کوي، مګر دوی اړتیاوې نشي پوره کولی.


د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د عملیاتو مشرې کریستینا سیپولا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

کریستینا سیپولا وویل: بشري سازمانونه ټول هغه څه کوي چې دوی یې کولی شي، مګر دوی اړتیاوې نشي پوره کولی.

د سره صليب د نړيوالې کمېټې د عملياتو مشر وويل: د افغانستان د پرمختګ لپاره دولتونه او اژانسونه بايد راوګرځي او له ځايي خلکو سره چې د نه زغملو وړ حالت کې دي، مرستو ته دوام ورکړي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه (ICRC) ټینګار کوي چې بانکي سیستم فلج شوی، بېکاري زیاته شوې ده.

سيپولا وايي، د افغانستان تر نيمايي زيات نفوس مرستې ته اړتيا لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي