برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۴ مهر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

ستانکزی: امریکا د افغانستان هوايي حریم نقضوي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، د افغانستان په هوايي حریم کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو ګزمه د افغانستان له هوايي حریم څخه ښکاره سرغړونه ده.


شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، چې طالب چارواکي غواړي د افغانستان د هوايي حریم نقض ودرول شي.

ستانکزي وویل چې د افغانستان په فضا کې امریکايي بې پیلوټه الوتکې الوتنې کوي او دا موضوع مو څو ځله له امریکایانو سره په خبرو کې مطرح کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د دوحې په تړون کې راغلي، چې امریکا باید د خپلو ټولو ځواکونو له وتلو وروسته له طالبانو سره دوستانه اړیکې ولري، د افغانستان په بیارغونه کې فعاله ونډه واخلي، نور هېوادونه هم په دې برخه کې وهڅوي او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي