برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۰ خرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

روسیه: داعش په افغانستان کې د امریکا او انګلستان له خوا رامنځته شوی

افغانستان کې د روسیې ځانګړي استازي ویلي چې د داعش ترهګرې ډلې څانګه د امریکا او انګلستان له خوا جوړه شوې ده.


په افغانستان کې د روسیې ځانګړي استازي ویلي چې د داعش ترهګرې ډلې څانګه د افغانستان په شمال کښې د امریکایی او بریتانوی ځواکونو له خوا رامینځته شوه.

هغه وویل چې داعش خراسان په افغانستان کې راڅرګند شو او دا هغه مهال رامنځته شوه چې امریکايي ځواکونه او نور د ناټو ځواکونه هلته حضور درلود.

باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د طالبانو ویاند په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه د امریکايي چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې ویلي وو، چې دغه ترهګره ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده.

شریک یي کړئ!