برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۵ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

راشد خان د کرکټ نړيوالې شورا له خوا د کال غوره لوبډله کې شاملیدا

آریانانیوز: د نړيوالې شورا له خوا د مرغومي په ٢مه د کال غوره ټسټ لوبـډله، غوره يوه ورځنۍ لوبډله د کال غوره ټسټ لوبغاړى، د کال غوره يو ورځنى لوبغاړى، غوره وېکټ ساتونکى، غوره ځوان لوبغاړى، د دويمې درجې هېوادونو غوره لوبغاړى او غوره لوبڅار اعلان شول.


د يادې شورا له خوا پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې راشد خان د کال غوره يوه ورځنۍ لوبډله کې ځاى پیدا کړی دی.
د کرکټ نړيوالې شورا ويلي چې راشد تېر کال ډېر ښه ځلېدلى او په يو ورځنيو لوبو کې يې تر ټولو زيات لوبغاړي سوځولي دي.
اى سي سي ويلي چې د ١٤،٤٥ منډو په اوسط سره تېر کال ٤٨ لوبغاړي سوځولي او لومړى مقام يې خپل کړى؛ نو ځکه د يو ورځني کرکټ په غوره لوبډله کې شامل شو.
د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويرات کوهلي په ټوليزه توګه د کال غوره لوبغاړى اعلان شو، دغه راز نه يواځې په ټسټ او يوه ورځني لوبـډلو کې يې ځاى موندلى، بلکې د دواړو لوبډلو لوبډلمشر هم اعلان شوى.
دغه راز نوموړي ته د کال غوره ټسټ او د کال غوره يوه ورځني لوبغاړي جايزه هم ورکړل شوې ده.
د هندوستان بل لوبغاړى ريشپ پانټ د کال غوره ويکټ ساتونکى بلل شوی او د کال د غوره ځوان لوبغاړي جايزه ورکړل شوې.
د سريلانکا لوبڅار درمسينا ته د کال غوره لوبڅار جايزه ورکړل شوې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي