برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۳ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

راتلونکې یوه میاشت کې لوبو ته راګرځم

آریانانیوز: د افغانستان ملي لوبډلې تکړه چټک توپ اچونکي دولت ځدراڼ ویلي دي چې د نوموړي روغتیایي حالت په ښه کېدو دي او ډیر ژر به لوبو ته چمتو شي.



۳۰ کلن ځدراڼ په یوه ویډیوي خبر کې چې د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا خپره شوې زیاته کړې چې له تېرو څلویښتو ورځو هند کې په تمریناتو بوخت ده او دده روغتیایي حالت اوس ۹۵ سلنه ښه دي او لا هم تمرین ته دوام ورکوي.
چټک توپ اچونکي د افغانستان په لومړي غوره لیګ (APL) سیالیو کې هم ګډون نه و کړی، خو نوموړی زیاتوي چې دده لپاره د ۲۰۱۹م نړیوال جام تر ټولو زیات ارزښت لري او غواړي یو ځل بیا له لوبډلې سره یوځای شي.
دولت ځدراڼ د روان کال جون میاشتې راهیسې د پښو د ټپونو له امله له لوبډلې بهر دی، په لومړي سر کې ورته د څلورو اوونیو د ارام مشوره ورکړل شوې وه خو د روغتیايي حالت نه ښه کېدو پرمهال یې تداوي وځنډیده، نوموړی په جون میاشت کې د بنګلدیش پر وړاندې، د هند پر وړاندې یوازیني ټيسټ او د اسیا جام په سیالیو کې د ټپونو له کبله لوبډلې سره یوځای نشو.
د نوموړي له ټپي کېدو وروسته چپ لاسی تکړه توپ اچونکی شاپور ځدراڼ هم د ټپي کېدو له امله له سیالیو بهر شوی، چې د تیرې اوږدې مودې راهیسې د افغانستان ملي لوبډله د چټک توپ اچونکو له ستونزو سره مخ ده.
یاده دې وي چې دولت ځدراڼ د افغانستان ملي لوبډلې له تکړه او پخوانیو چټک توپ اچونکو څخه دی، نوموړي د ملي لوبډلې لپاره ۱۰۵ یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې ترسره کړي چې ۱۳۷ ویکټې يې ترلاسه کړي دي.

شریک یي کړئ!