برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۷ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

راتلونکې شنبه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوم لیکنه

آریانانیوز: د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر ته چمتووالی ښيي.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د نوم لیکنې دغه تقویتي بهیر به یوازې د هغو کسانو لپاره وي چې، د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د امنیتي ستونزو، د عمر کموالي او نورو ستونزو له امله برخه نه ده اخیستې.
د ټاکنو کمېسیون وايي چې دغه بهیر د راتلونکې شنبې په ورځ په رسمي ډول پيلیږي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پرېکړې پر اساس به راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې له بایو میټریک سیستم پرته ترسره شي. خو پر ټاکنو څارونکي ادارې او د ټاکنو کمېسیون پخوانی رییس وايي، که راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې په برېښنايي سیستم ترسره نشي ټاکنې به له درغلیو ډکې وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي