برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ آبان , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

ذبیح الله مجاهد: فلسطین د ټول اسلامي امت ستونزه ده

آریانانیوز: ذبیح الله مجاهد او اسماعیل هنیه د افغانستان او فلسطین پر روانو حالاتو خبرې وکړې.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوه پلاوي په مشرۍ د حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره وکتل.

مجاهد په یوه ټویټ کې لیکلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او فلسطین پر روانو حالاتو خبرې وکړې.

د طالبانو ویاند همداراز ټینګار وکړ چې د فلسطین مسله د ټول اسلامي امت مسله ده او ویلي یې دي چې طالبان د فلسطین له داعیې ملاتړ کوي.

مجاهد له دې مخکې په ترکیه کښې د فلسطین د علماو د شورا له مشر نواف تکروري سره په کتنه کښې د افغانستان د روان وضعیت او د دغه هیواد د خلکو په وړاندې د علماو د دندو په هکله خبرې اترې کړې وې.

په تیرو وختونو کې طالب چارواکو په وار وار خپل ښکاره او د صهیونیسټ ضد دریځونه اعلان کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي