برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۴ اردیبهشت , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

ذبیح الله مجاهد: اسرائیل د اسلامي امت په بدن کې یوه غده ده

آریانانیوز: د طالبانو ویاند وویل: قدس د مسلمانانو تر منځ یوه ګډه مسله ده، او ټول مسلمانان باید د هغې شاوخوا متحد شي.


د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د فلسطین د مسئلې په اړه د افغانستان د حکومت دریځ په ډاګه کړ او ویې ویل: اسراییل یو نامشروع صهیونیسټ رژیم دی او هیڅکله به یې په رسمیت ونه پیژنو.

هغه زیاته کړه: اسرائیل د اسلامي امت په بدن کې یوه غده ده، قدس د مسلمانانو تر منځ یوه مشترکه مسئله ده او ټول مسلمانان باید د هغې په شاوخوا کې سره متحد شي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال هم د امریکا پر هغه پرېکړه نیوکه وکړه چې بیت المقدس یې د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژانده او دا یې د ټول اسلامي امت پر وړاندې یو له تعصبه ډک او له عقله لرې ګام وباله.

 

 

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي