آریانانیوز: لوګر د پوهنې د ریاست ویاند شاهپور عرب په دی اړه رسنیو ته وویل، د نویو ښوونځیو د ودانیو د جوړولو سربېره په ۲۶ مکتبونو کې د څښلو د اوبو څاګانې هم کېندل کېږي.
د نوموړي په خبره د دې پروژې لګښت ۳۲۸ میلیونه افغانۍ دی چې د کلیوالي پیوستون د پروګرام لهخوا ورکول کېږي.
د لوګر چارواکي وايي، دا مهال د دې ولایت له ۳۰۷ ښوونځیو څخه ۱۱۴يې ودانۍ نهلري.