برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۸ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د یوه مشخص کاندید په ګټه په ټاکنو کې د چارواکو لاسوهنې

آریانانیوز: د افغانستان په رڼو ټاکنو باندې د څار بنسټ «تیفا» وايي، د یوه مشخص کاندید په ګټه د ولایتونو د پولیسو د مشرانو او والیانو له لوري په ټاکنو کې لاسوهنې ته اندېښمن یو
د تیفا له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې فساد، نا امني، د رایه ورکوونکو د نومونو نه خپرول، بې نظمي او د ښځو لپاره په ځانګړو شویو مرکزونو کې د ښځينه کارکوونکو نشتون نورې هغه اندېښنې دي، چې څارونکي بنسټونه یې د ټاکنو د شفافیت په تړاو اندېښمن کړي
له دې سره، سره په ټاکنیزو مرکزونو کې له بایومټریک دستګاوو سره نا اشنايي، د مسلکي کارکوونکو کمبود، د اکثریت ټاکنیزو مرکزونو تړلي پاتې کېدل، د ټاکنیزو مرکزونو د تړل کېدو په برخه کې دوه ګونی چلند، د نړیوالو څارونکو نشتون او له ټاکنیزې پروسې سره د نړیوالو نه همغږي نورې د یادولو وړ ستونزې دي
په پورته یادو شویو ستونزو سربېره ټيفا اندېښنه لري، چې د ولایتونو والیان، د پولیسو مشران او نور چارواکي د ګډ حکومت د مشر « اشرف غني» په مشرۍ د «دولت ساز» ټیم په ګټه لاسوهنه کوي
ټیفا داسې مهال د ټاکنو په برخه کې پرتو ستونزو ته اندېښنه لري، چې ټاکنیز کمپاینونه درېدلي او د سکوت دوره پیل شوې، چې په تعقیب به یې د ټاکنو پروسه رسما پیل کېږي.

شریک یي کړئ!