برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۳ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د کورونا ویروس د خپرېدا له امله دملی شورا تړل

آریانانیوز: ملي شورا د چهارشنبې ورځی (د غوايي ۱۰ مې) څخه د عمومي قرنطین تر پایه د کورونا ویروس د خپرېدو په دلیل رخصت کړل شوه
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وايي چې د عامې روغتیا د سپارښتنو او ګواښونو پربنسټ استازي اړ شول چې د وضعیت تر ښه والي ملي شورا رخصت کړي
هغه زیاته کړه:«د دارالانشا عمومي کارکوونکي چې د ملي خدماتو کارکوونکي دي، د کورونا ویروس د حساسیت او ګواښونو په پام کې نیولو سره د قرنطین په دوران کې د دندې ترسره کولو لپاره دې چمتو وي
د ولسي جرګې غړی خالد اسد هم زیاتوي:«لږ تر لږه د یوه وکیل صاحب غږ چې په رسنیو کې پورته کېږي چې د خپلو خلکو لپاره خپل غږ پورته کوي، خو اوس دولت غواړي چې دا هم چوپ کړي
په دې منځ کې د ولسي جرګې ځينې غړي د هغو کسانو د نومونو په ډاګه کول غواړي چې په سیاسي فشارونو سره په ناقانونه توګه د عامې روغتیا وزارت د کورونا ویروس ازموینې ته اړ باسي
د ولسي جرګې غړې روبینا جلالي وویل:«زورواکي مداخله کوي چې د کورونا ویروس د ازموینې لپاره د هغوی کورنۍ ته دې لومړی نوبت ورکړل شي. د دوی نومونه ولې د افغانستان له خلکو سره نه شریکوئ؟
خو د عامې روغتیا وزارت د هغو زورواکو او سیاستوالو نومونه چې په ناقانونه توګه یې ازموینه شوې، نه اخلي خو وايي چې ټول بنسټونه مکلف دي چې د خپلو مالي لګښتونو په اړه رپوټ ورکړي
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار په دې اړه وویل:«هغه څه چې د عامې روغتیا وزارت پورې اړه لري هره افغانۍ او یا هم ډالر چې لګول شوي موږ خپلو خلکو ته هغه شریک کړي او شریک کوو یې
ورته مهال، د بې وزلو کسانو لپاره د مرستې غونډولو لپاره، د ولسي جرګې او مدني ټولنو د غړو له خوا یوه کمېټه جونه شوې ده
د ولسي جرګې غړې بلقیس روشن په دې اړه څرګنده کړه:«که چېرې هر هغه کس چې مرستې ته چمتو وي، موږ له ډاډ او له هغه لوړې سره چې د خلکو لپاره مو یاد کړی، وایوو چې مستحق ته یې رسوو
په داسې حال کې چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د کورونا ویروس د خپرېدو په اندېښنې زیاتېږي، خو لیدل کېږي چې ډېری هېوادوال په کور کې د پاتې کېدو په پار د عامې روغتیا وزارت سپارشتنې او خبردارۍ په پام کې نه نیسي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array