برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۱ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کورنیو چارو وزارت له خوا دعبدالحمید خراساني کور او دفتر کلابند یدا

آریانانیوز: د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې، عبدالحمید خراساني، له وړو سوداګرو څخه د باج اخیستنې، په سړي وژنې، سړي تښتونې، د جنایت کاره وسله والو کسانو د درلودنې، د سنبلې په ۱۸ مه د غزادارۍ په بهانه د مخدره توکو د قاچاق، د کابل ښاریانو په منځ کې د ویرې او ډار فضا د ایجادولو، د غزیزو او انځوریزه پیغامونو په بڼه د ډېرو دولتي چارواکو د سپکاوي او ښکنځنې او د افغانستان د ملي بیرغ د سوځونې په تور د قانون تر تقعیب لاندې دی.
اعلامیه زیاتوي چې دغه کس ډېر ځلې په بیلابیلو چمونو د قانون له منګولو تښتیدلی دی خو دا ځل کورنیو وزارت د دغو کس په نیولو کې جدي ده.
د اعلامیې په یوه برخه کې راغلی دي چې دغه جنایت کاره او لنډغر په بیلابیلو بهانو تر دې مهاله د قانون له منګولو تیښته کړې اوس پولیس غواړي چې دغه کس ونیسي خو د ملکي احتمالي تلفاتو د مخنیوي په پار پولیسو له قهریه قوې څخه استفاده نه ده کړې، مجرم د ماشومانو په برمته کولو سره له دې سیمې تښتیدلی دی، خو اعلامیه زیاتوي چې د قانون لاس اوږد او غښتلی دی.
د یوه بل راپور مخې د سه شنبې په ورځ کورنیو چارو وزارت، د عبدالحمید خراساني کور او دفتر کلابند کړی خو د سیمې د خلکو په همکارۍ نوموړی په تیښته بریالی شوی دی. دا په داسې حال کې دی چې د کورنیو چارو وزارت څو ورځې مخکې د ۲۲۲ مجرمینو نومونه خپاره کړل او له خلکو یې وغوښتل چې د دغو مجرمینو په نیولو کې له حکومت سره همکاري وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي