برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۹ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین په مشرۍ د ریفورم پلان د عملي کېدو په اړه د کابل ښار نمونوي حوزې د جوړولو په موخه ګډه غونډه ترسره شوه

آریانانیوز: یاده ګډه غونډه چې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین لوئ پاسوال اختر محمد ابراهیمي په مشرۍ جوړه شوې وه لومړی د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د پالیسۍ او ستراتيژۍ معینیت څخه مننه وکړه چې د نمونوي حوزې د جوړلو په برخه کې یې د پولیسو ریفورم پلان د عملي کېدو په برخه کې یې پوره پوره هڅې ترسره کړي.
ښاغلي ابراهیمي وویل:”د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې څخه د نمونوي حوزې جوړلو موخه دا ده چې یاده نمونوي حوزه مو د کابل ښار نورو امنیتي حوزو الګو وي او د خپلو ټولو امکاناتو نه په ګټې اخیستنې سره د اداري فساد، جنايي جرمونو، ترهګریزو پېښو د مخ نیوي او له خلکو سره د پولیسو د سم او سالم چلند په موخه لازمې برنامې او کوټلي ګامونه تر لاس لاندې ونیسي.”
وروسته د غونډې ګډون والو په خپل وار سره خبرې وکړې او په غونډه کې پریکړه وشوه چې د کورنیو چارو وزیر له لارښوونې سره سم، د کابل ښار د لا ډاډمن امنیت په موخه دې د پولیسو ریفورم پلان د کېدو په موخه د کابل ښار لسمه امنیتي حوزه د نمونوي حوزې په نوم جوړه شي.
په پای کې د کورنیو چارو وزارت بهرنیو سلاکارانو هم ژمنه وکړه چې د نمونوي حوزې او د کابل ښار د لا ډاډمن امنیت په برخه کې به خپلو هر راز مرستو ته دوام ورکړي.

شریک یي کړئ!