برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۶ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د کمپاینونو ځنډول

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د بلخ پخوانی والي او د جمعیت اسلامي ګوند اجراییه رییس « عطاء محمد نور» وایي چې ټيم یې متحد دی او دا چې کمپاینونه یې ځنډولي د ټيم د پاشل کېدلو معنی نه ورکوي.



عطاء محمد نور د اختر په مناسبت خپاره کړي پيغام کې لیکلي « سږ کال عید په داسې یو وخت راځي چې ټاکنیز کمپاینونه په شدت روان دي او ټاکنیز ټیمونه د یو بل په وړاندې صفونه تړي؛ خو د تاسف ځای دی چې حاکم ټیم له ملي سرمایې ناوړه ګټه اخلي، د ځان لپاره هر څه خوښوي خو د نورو لپاره هيڅ شی هم نه»
د نوموړي په خبره « د کمپاینونو ځنډول د سولې او اعتدال ټیم د مشرانو په مشوره ترسره شوي، دا د ټيم د ټوټې کېدو په معنی نه دي، زمونږ موخه داده چې په نظام کې د لومړي وزیر چوکۍ رامنځته او سولې ته لومړیتوب ورکړو.

عطاء محمد نور ددې تر څنګ له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتي څو په ټاکنو پام وساتي او د روڼوالي تضمین یې وکړي
د سولې او اعتدال ټيم داسې مهال د ټيم د اتحاد خبر ورکوي، چې د ټاکنیزو منډو ترړو له پیل سره سم د یاد ټیم دننه د اختلافاتو له رسنیز کېدو وروسته د ټيم د رهبرۍ له لوري ټاکنیز کمپاینونه ودرول شول

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي