برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۸ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر د پکتیا له والي سره د یاد ولایت په ستونزو او په کې د پلې شویو پروژو په اړه خبرې وکړې

آریانانیوز: د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیز پوهنمل مجیب الرحمن کریمي د پکتیا له والي شمیم خان کټوازي سره   خپل دفتر کې ولیدل. د لیدنې په پیل کې د پکتیا والي د کلیو  بیارغونې او پراختیا وزارت له  کارونو خوښي څرګنده کړه، چې د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې یې  ګټورې پروژې پلي کړي او ورپسې یې د پکتیا خلکو ستونزې او غوښتنې د کلیو بیارغونې او پراختیا له وزیر سره شریکې کړې.
ښاغلي کټوازي، د ښوونځيو د ودانیو د نشتون، د کلیوالي صنعتونو د پرمختیا ملي پروګرام د پیل، د کارېزونو د جوړولو او د دوو ښوونځيو د ودانیو د  خوندي کېده په  موخه د استنادي دیوال د جوړولو غوښتنې وکړې.
د کلیو بیاغورنې او پراختیا وزیر وویل، چې په پکتیا کې د څلور کارېزونو  قراردادونه د څه باندې  اوو میلیونه افغانیو په ارزښت  شوي، چې چارې به یې ژر پیل شي، د کلیوالي صنعتونو د پرمختیا لپاره نوې برنامه به ژر د هېواد په ټولو ولایتونو کې پیل شي او د ولسي تړون پروګرام په لومړي پړاو کې ۳۸۰ کلي تر پوښښ لاندې راغلي، چې نورو کلیو ته به هم وغځيږي.
د یادونې وړ ده، چې له دې ورهاخوا  په ۱۳۹۷ کال کې د پکتیا  لپاره د اوبو رسولو، اوبه خور، ترانسپورټ، استنادي دیوالونو په برخو کې د  څه کم اوو میلیونو ډالرو په ارزښت پروژو پلان شوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي