برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۷ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د کرونا ويروس درې نورې پېښې ثبتول

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د عامې روغتيا وزارت وايي چې په هرات ولايت کې يې د کرونا ويروس درې نوې پيښې ثبتې کړي دي
په دې سره افغانستان کې د کرونا ويروس پېښو ټوله شمېره څلورو ته پورته شوه
له دې وړاندې د فروري مياشتې په ۲۴مه نېټه هرات کې لومړۍ پېښه ثبت شوې وه، چې يو ۳۶ کلن کس په نږدې ورځو کې له ايران څخه هرات ته راغلی و
په لومړيو کې افغانستان له ايران سره د ټاکلې مودې لپاره خپله پوله تړلې وه، خو وروسته يې د تک راتګ او سوداګريزو موخو لپاره پرانيسته
په افغانستان او پاکستان کې وروسته له‌ هغې د کرونا ويروس پيښې ثبت شوې چې لومړی د ايران په قم او بيا په نورو ولايتونو په پراخه کچه ويروس خپور شو
په چين کې له کومه ځايه چې دغه ويروس خپور شوی، وړمه ورځ ۲۸ کسان نور مړه شوي او ۹۹ نوې پيښې ثبتې شوي دي، دا د پخوا په پرتله ټيټه کچه ده‌
اوسمهال په نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر «۱۰۲۱۸۰» ته رسيدلې، چې له مخې يې «۵۷۳۸۹» بيرته روغ شوي او «۳۴۹۱» ناروغان وفات شوي دي.

شریک یي کړئ!