برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ښځينه ناظرينو کموالى به پر ټاکنو ناوړه اغېز وکړي

آریانانیوز: داسې اندېښنې شته چې د امنيتي، فرهنګي او نورو ستونزو له امله به په ټاکنو کې د ښځينه ناظرينو ونډه کمه وي او دغه ستونزه به د ټاکنو پر روڼوالي او په ټاکنو کې د ښځو پر ونډه ناوړه اغېز وکړي.


د ولسي جرګې ټاکنې د روانې تلې مياشتې په ٢٨مه ترسره کېږي.
امنيتي ستونزې د ښځينه ناظرينو د کموالی ستر عامل
امنيتي ستونزې د ټاکنو پر وړاندې يوه ننګونه بلل کېږي، نو ځکه دا او ځينې نورو ستونزو ته په پام کېداى شي په ټاکنو کې د ښځينه ناظرينو شمېر کم وي.
د ټاکنو بهير په ټاکنو کې د روڼتيا په موخه د ټاکنو خپلواک کمېسيون کارکوونکي او په دې برخه کې د فعالو نادولتي بنسټونو او نوماندانو ناظرين څاري.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فيفا) مشر يوسف رشيد وايي، هڅه کوي چې د ٣٥ سلنه ښځو په ګډون شاوخوا۹۵۰۰ تنه رضاکار ناظرين ولري، خو زياتوي چې په ولسواليو او لرې پرتو سيمو کې د ښځينه ناظرينو پيدا کول يوه ستره ستونزه ده.
د ده په وينا، امنيتي ستونزې، په ټولنه کې حاکم دودونه او د ډېرو کورنيو له خوا ښځو ته د ناظر په توګه د کار کولو اجازه نه ورکول، هغه ستونزې دي چې کېداى شي پر ټاکنو د څار بنسټونه يې له امله د څاروونکو په توګه د ښځو په ګومارنه کې له ستونزو سره مخ شي.
هغه وايي، بله ستونزه دا ده چې پر ټاکنو د څار بنسټونه ډېر مالي امکانات نه لري او نه شي کولاى هغو ښځو ته ډېرې پيسې ورکړي چې د ټاکنو د ناظر په توګه ګومارل کېږي.
ده وويل چې فيفا هر هغه چا ته چې د ټاکنو په ورځ او له هغې شپږ ورځې نور د رضاکار ناظر په توګه پر دنده ګومارل کېږي، ٥٠ امريکايي ډالر ورکوي.
د هغه په وينا، په تېرو ټاکنو کې د فيفا اداره د ناظر په توګه د ښځو په ګومارنه کې له دې امله هم له ستونزې سره مخ وه چې د ټاکنو کمېسيون په ځينو هغو مرکزونو کې هم نارينه وو کار کاوه چې د ښځو لپاره ځانګړي شوي وو.
د ده په وينا، فيفا په هره سيمه کې د هماغې سيمې اوسېدونکي د ناظر په توګه پر دنده ګوماري، څو وکولای شي د ټاکنو په ورځ په اسانۍ د رايې ورکولو محلونو ته ولاړ شي.
هغه زياتوي: “دا ځل د مرستو په برخه کې د نړيوالو نه لېوالتيا او پر نظارتي بهير د ټاکنو کمېسيون عدم ټينګار به د دې لامل شي چې د شفافيت بهير به د تېرو ټاکنو په پرتله ډېر کمزوری وي او د څارونکو حضور به هم ډېر محدود وي.”
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (تيفا) مشر محمد نعيم ايوب زاده هم وايي، ډېرې ښځې زړه نه ښه کوي چې له ټاکنو د څار لپاره لرې پرتو سيمو ته ولاړې شي.
د ده په وينا، نا امني، فرهنګي او ټولنېزې ستونزې او د ځينو کسانو له خوا د ښځينه څارونکو ګواښل، هغه ستونزې دي چې په ډېرو سيمو کې د ناظر په توګه د ښځو ګومارل ناشوني کوي.
هغه زياتوي: “تر دې دمه لا د ټاکنو کمېسيون نه دي ويلي چې څومره محلونه د ښځو لپاره ځانګړي شوي، که چېرې د ټاکنو کمېسيون هلته ښځينه کارکوونکې استخدام کړي موږ کولای شو هلته ښځينه ناظرينې ولرو.
ده د جزيياتو له ورکولو پرته زياته کړه: “دا يواځې پر ټاکنو د څارونکو بنسټونو ستونزه نه ده، په ډېرو سيمو کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم نه توانېږي چې د ښځينه رايو ورکوونکو لپاره ښځينه محلونه پرانېږي.”
د ټاکنو خپلواک کمېسيون عملياتي مرستيالې او کمېشنرې وسيمې بادغيسي هم ومنله چې کمېسيون د ښځينه رايو ورکوونکو د محلونو لپاره د ښځينه کارکوونکو له کمښت سره مخ دی.
هغه وايي چې کمېسیون په دې برخه کې له څوارلس زرو څخه د ډېرو ښځينه کارکوونکو له کمښت سره مخ دی.
بادغيسي وايي، دوی هڅه کوي چې د ټاکنو په ورځ د رايو مرکزونو کې معلمان استخدام کړي، خو په ډېرو ولسواليو کې ښځينه ښوونکې نشته او دا د دوی لپاره لویه ننګونه ده.
د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دفتر مسوول عبدالقديم کړوخیل پژواک ته وويل چې په خاکجبار کې دوی هېڅ ښځينه معلمان نه لري او یواځې دوه تنه ښځينه معلمانې د وطني احساس له مخې هره ورځ له کابل ښار څخه ورځي، خو کېدای شي هغوى د ټاکنو په ورځ هم هلته کار ته زړه ښه نه کړي.
هغه وايي، دا په داسې حال کې ده چې دوی د ښځو لپاره د رايو ورکولو ۱۴ مرکزونه لري او د ټاکنو په ورځ ۵۶ کارکوونکو ته اړتیا لري.
د ميدان وردګو ولايت د مرکز يوه اوسېدونکې چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وايي د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزو ته په پام غواړي په ټاکنو کې د ناظر په توګه کار وکړي، خو هغه هم زياتوي چې د دغه ولايت امنيتي وضعيت ته پام په هېڅ صورت چمتو نه دی چې د ولايت له مرکزه بهر د ټاکنو مرکزونو ته ولاړه شي.
دې وويل: “له بهسودو پرته زموږ د ولايت ټولې ولسوالۍ سختې نا امنه دي، تر دې چې هلته به ټاکنې هم ونه شي، زه خو په هېڅ صورت نه غواړم چې د نظارت لپاره کومې ولسوالۍ ته او يا له ميدان ښار بهر بلې سيمې ته ولاړه شم.”
د هغې په وينا، کورنۍ يې هم اجازه نه ورکوي چې د ولايت له مرکز ميدان ښار څخه بهر د ټاکنو د نظارت کوونکې په توګه کار وکړي.
له لوګر څخه ولسي جرګې ته نومانده هما احمدي وايي چې د مېرمنو په ټاکنيزو محلونو کې د ښځينه ناظرينو کموالی د ټاکنو پر بهير ناوړه اغېز لري او ښځې نه شي کولای د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړي؛ ځکه په ډېرو ولايتونو کې مېرمنې د رايې ورکولو هغو محلونو ته نه ځي کوم چې هلته نارينه کارکوونکي وي.
د هغې په وينا، د امنيت نشتوالی هم د ښځينه ناظرينو پر شتون ناوړه اغېز کړی او دغه کار د دې لامل شوی چې کورنۍ خپلو مېرمنو او نجونو ته اجازه نه ورکوي څو په ټاکنو کې د ناظر په توګه کار وکړي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون د وياند مرستيال ذبيح الله سادات بيا وايي چې امنيتي ارګانونو د رايو ورکولو د ٥١٠٠ مرکزونو او ٢١٠٠٠ محلونو د امنيت د ټينګښت ژمنه کړې او دغه کمېسيون د ښځينه ناظرينو د ګومارنې په برخه کې ستونزه نه لري.
دى وايي، پر ټاکنو د څار بنسټونه کولاى شي د رايو هغو مرکزونو او محلونو ته ښځينه څارونکي واستوي، چېرته چې کمېسيون ښځينه کارکوونکي ګوماري.
هغه ونه ويل چې په ټول هېواد کې څومره د ښځو د رايې ورکولو محلونه دي او کمېسيون به څومره ښځې په دې برخه کې پر دنده وګوماري.
پر ټاکنو د ښځينه څارونکو د کموالي اغېز
د فيفا مشر يوسف رشيد وايي، د ښځينه څارونکو کموالى پر ټاکنو ناوړه اغېز کوي او دا ستونزه به د دې لامل شي چې “يو ځل بيا د ښځو نيابتي رايه” وکارول شي.
په تېرو ټاکنو کې داسې راپورونه وو چې د رايو ځيني محلونو ته ښځې نه ورتلې او د هغوى رايه هم نارينه وو کاروله.
د تيفا مشر ايوب زاده هم وايي، که د ښځينه ناظرينو شمېر کم وي، نو په ټاکنو کې د ښځو پر ونډې به ځکه ناوړه اغېز وکړي چې ښځې د رايې ورکولو لپاره هغو محلونو ته نه ځي چې کارکوونکي يې نارينه وي.
د ميدان وردګو ولايت د مرکز اوسېدونکې ٦٠ کلنه شهزاده خانم هم وايي: “ښځې په هغو ځايونو کې رايه ورکولى شي چې هلته ښځې کار کوي، دا ځکه چې يو خو ښځې د ښځې په ژبه پوهېږي، سمې يې پوهولى شي چې څرنګه رايه ورکړي، چېرته چې نامحرم نارينه وي، هلته موږ رايه نه شو ورکولاى او نارينه مو هم اجازه نه راکوي.”
د ايوب زاده په وينا، د ښځو د رايې ورکولو په مرکزونو کې د ښځينه ناظرينو نشتوالی د ټاکنو پر روڼيتا هم ناوړه اغېز لري.
هغه زياته کړه: “دا واضح خبره ده په کوم ځای کې چې ناظر نه وي، هلته د درغليو مخنيوی ناشونی دی.”
د ټاکنو کمېسيون د وياند مرستيال سادات مني چې که د ښځو د رايې ورکولو په مرکزونو کې ښځينه څارونکي شتون ونه لري، پر ټاکنو به ناوړه اغيز وکړي.
حل لاره
ايوب زاده وايي که څه هم دغه ستونزه په لنډ وخت کې نه شي حل کېداى، خو وايي که چېرې ښځينه ناظرينو ته ډېر امتياز ورکړل شي او په سيمه کې په دې اړه د سيمې له مخورو سره خبرې وشي چې ښځې په دې برخه کې کار کولو ته وهڅوي، نو دغه ستونزه تر ډېره حل کېداى شي.
د فيفا مشر رشيد، هم په دې برخه کې د ايوب زاده خبرې تاييدوي او له ټاکنو د څار بهير د سمون لپاره د څارونکو بنسټونو پر همغږۍ ټينګار کوي.
دى زياتوي چې مدني ټولنې هم کولاى شي ښځې وهڅوي چې په ټاکنو د څارونکو په توګه کار وکړي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې شاوخوا نهه ميليون کسانو چې شاوخوا ٣٤ سلنه يې ښځې دي، د رايې ورکولو لپاره نومليکنه کړې ده.
دغه راز کمېسيون وايي چې د ولسي جرګې لپاره د ٤١٧ ښځو په ګډون ٢٥٦٥ تنو ځانونه نوماند کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي