برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د مصالحې عالي شورا جوړیدل

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي د ارګ او سپیدار ترمنځ د سیاسي شخړو د حل لپاره له پرمختګونو خبر ورکوي
ښاغلي رحیمي په یوې مرکه کې وايي چې ډېر ژر به د عبدالله عبدالله په مشرۍ د مصاحلې عالي شورا رامڼځته کړي او له طالبانو سره د مذاکرې د مرکچي پلاوي واکونه به دغه شورا وټاکي
هغه زیاته کړه:«ټاکل شوې ده چې ډېر ژر ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله د هغې شورا (مصالحې عالي شورا) مسوولیت واخلي او بهیر په خپل کار پیل وکړي. شورا به له هغې وروسته کله چې هغوی (عبدالله عبدالله) راغلی او په بهیر کې شامل شو او مسوولیت یې قبول کړ، د راتلوونکو مشورو په پام کې نیولو سره به مخ ته ولاړ شي
خو د عبدالله عبدالله ویاند فریدون حوزون وايي چې تراوسه د اشرف غني او عبدالله ترمنځ هېڅ هوکړه نه ده شوې
هغه زیاتوي چې ښاغلي عبدالله تراوسه خپله طرحه له اشرف غني سره شریکه کړې نه ده:«تراوسه د ډلو ترمنځ مشورې روانې دي. هېڅ وروستۍ هوکړه نه ده شوې. زموږ طرحه تراوسه له مقابل لوري سره شریکه شوې نه ده. کله چې مشورې پای ته ورسېدې دا طرحه له مقابل لوري سره به شریکه شي
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د خپلو څرګندونو په بله برخه کې، د دې پوښتنې په ځواب کې د طالبانو ۱۵ مهم قومندانان چې د دولت په بند کې دي، کله به ازاد کړل شي؟ وویل چې دغه طالب قومندانان پېچلې دوسیې لري او د هغوی ازادېدل د سولې بهیر پرمختګ پورې اړه لري:«د سولې بهیر مخته ولاړ شي. یوه ورځ که چېرې موږ د دې شاهد وو چې په افغانستان کې سوله نتیجې ته ورسېده، ښايي ټول بندیان ازاد شي
افغان حکومت تراوسه د طالبانو ۳۶۱ طالبان د بګرام له بندخونې ازاد کړي دي. د ملي امنیت شورا وايي چې دغه بندیان د سولې بهیر ته د زمینې برابرولو او په بندخونو کې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ازاد کړل شوي او ټاکل شوې چې ۱۱۳۹ نور طالب بندیان هم د افغانستان له بندخونو ازاد شي
له دې سره هم مهاله طالبانو هم په تېرو څو ورځو کې ۴۰ تنه د امنیتي ځواکونو سرتېري ازاد کړي دي
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وايي چې امنیتي ځواکونو دغه شل تنه سرتېري تېره ورځ په لغمان کې ازاد شوي دي
د طالبانو پخوانی غړی سید اکبر اغا وايي چې د بندیانو ازادول کولای شي د سولې پر بهیر مثبته اغېزه ولري:«هغه بندیان چې طالبانو تېره ورځ په لغمان کې ازاد کړل، ډېری یې د ملي پوځ او کومانډو ځواکونه دي. په هغې سیمه کې چې نیول شوي وو، په هماغه سیمه کې ساتل کېدل او زما په فکر په هماغه سیمه کې ازاد شوي دي. د دغو بندیانو ازادول د سولې پر بهیر مثبتې اغېزې لري او زموږ غوښتنه له دواړو لورو دا ده چې د بندیانو د ازادولو بهیر چټک کړي
له امریکا سره د طالبانو د هوکړې پربنسټ، افغان حکومت باید د سولې خبرو له پيل مخکې کابو پنځه زره طالب بندیان ازاد کړي او طالبان هم د دولت زر تنه سرتېري چې له دوی سره بندیان دي ازاد کړي
له دې مخکې د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي و چې د طالبانو یو لوړپوړی غړی مالي خان چې د تېر کال په لړم میاشت کې د افغانستان د امریکايي پوهنتون له دوه استادانو سره تبادلهشو، پاکستان ته تللی او په افغانستان کې د طالبانو د تدارکاتو مسوولیت په غاړه اخیستی دی
خو سلام رحیمي وايي چې په دې اړه معلومات په واک کې نه لري:«هغوی په خپله ژمنه کړې چې د جګړې ډګر ته نه ځي… د دې مسلې په اړه چې مالي خان په پاکستان کې څه کوي، استخبارات کار وي
که څه هم د دواړو لورو د بندیانو د ازادولو بهیر پیل شو، خو تراوسه مشخصه نه ده چې کله به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په رسمي توګه خبرې پیل شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي