برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۸ شهریور , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د چین ولسمشر: نړیواله ټولنه باید د افغانستان ملاتړ وکړي

آریانانیوز: د چین ولسمشر د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان ملاتړ وکړي.


د چین ولسمشر شي جین پینګ په تاجکستان کې د افغانستان د وضعیت په اړه د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې لوی بدلونونه راغلي دي.

د چین ولسمشر ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان ملاتړ وکړي.

شي جین پینګ زیاته کړه: موږ باید پدې هیواد کې د زغم د یوه پراخ سیاسي میکانیزم رامینځته کولو ته وهڅوو.

د یادونې وړ ده چې د شانګهای د همکارۍ سازمان مشرانو د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه وکړه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي