برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۵ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د پيشلمي پر وخت د چایو پر ځای تازه څښاک غوره کړئ!

د روژې په مبارکه میاشت کې د پيشلمي او روژه ماتي پر وخت خوراک او څښاک ته ځانګړی پام کیږي، چې له یوه طرفه ګرمي ده او له بله طرفه ورځې اوږدې دي.


همدا لامل دی چې د زیاتې تندې یا لوږې له امله د انسان څخه په ځانګړي ډول روژه ماتي کې د روغتیا پاملرنه هیره شي، چې د معدې خرابولي او نورو ناروغیو لامل کیږي.
په پیشلمي کې اکثره خلک د تندې ختمولو لپاره چای ډېر څښي، خو له یوه اړخه ګرمي وي او له بل اړخه اړخه چای ګرم شي، چې پایله کې روغتیا ته تاوان کوي، ځکه چې په چایو کې کافیین شتون لري، چې په بدن کې د اوبو کچه ټيټوي او انسان تږی کوي.
د ښه او غوره روغتیا ساتلو لپاره د پيشلمي پر وخت د چایو پر ځای لاندیني تازه څښاک غوره کړئ!
لیمو شربت
پيشلمي کې د لیمو اوبه/شربت څښل روغتیا ته ګټور دي، ځکه چې په لیمو کې د اکسایډ ضد ماده شتون لري، همدا ډول په دې کې فایبر او کاربوهایدریټ (د کاربون، هایدروجن او اکسیجن مرکبات دي) هم په پراخه کچه شتون لري، چې بدن ته انرژي ورکوي او د ورځې په اوږدو کې یې تازه ساتي. سربېره پر دې د ځیګر، معدې، هاضمي سیستم او د معدې سوزش لپاره خورا اغیزمن دی.
مستو/پنیر اوبه
په مستو کې پروتین، کلسیم، ويټامن A، C، B او E شتون لري چې له بدن څخه ستړیا ختموي، کمزوري ورکوي او د بدن مالګه پوره کوي (د بدن مالګې کمښت انسان کې ذهني ناروغۍ رامنځته کوي)، په پیشلمي کې د پنیر اوبه څښل د بدن مالګې کمښت پوره کوي او د معدې خرابوالي او تیزابیت مخه نیسي، همدا ډول د بدن څخه ګرمي ویستلو کې هم مرسته کوي.
لاچي شربت
په عام ډول خو لاچي ډېر په چای کې استعمالیږي، خو د ګرمۍ په موسم کې که د لاچي شربت وڅښل شي د چایو په پرتله بدن ته ډېره ګټه رسوي، په لاچي کې پروتین، یو شمېر ویټامنینونه، مګنیزم، کاربوهایدریټ، وسپنه او نور معدني ځانګړتیاوې شتون لري، چې په پيشلمي کې د چای پر ځای ښه ثابتیږي، چې ورسره روژه ښه تیریږي، او سربېره پر دې د وینې لوړ فشار کسانو لپاره هم خورا ګټور دی.
هندوانې شربت
هندوانه په طبیعت کې یخه میوه ده، چې ګرمي له منځه وړي او د بدن اوبه پوره کوي، په هندوانه کې د اکسایډ ضد ماده په پراخه کچه شتون لري، همدا ډول ویټامن C او A لرلو سره د بدن کالوریز هم له منځه وړي، په پيشلمي کې هندوانه خوړل یا یې شربت څښل په بدن کې د اوبه کمېدلو ګواښ ختموي، چې انسان ورسره د ورځې په اوږدو کې هیڅ د تندې احساس نه کوي.
آلو بالو شربت
الو بالو هسې هم د ګرمۍ میوه ده، او د ګرمۍ ختمولو لپاره څښل کیږي، خو سربېره پر دې د روغتیا لپاره هم له یو شمېر ګټو برخمن ده، چې د پيشلمي پر وخت یې څښاک د ورځې په اوږدو کې انسان ته انرژي ورکوي، په دې کې پراخه کچه د اکسایډ ضد ماده، فایبر، ویټامنونه او کاربوهادریټ شتون لري، همدا لامل دی چې د پيشلمي پر وخت څښل یې د ورځې هیڅ ډوله ستومانتیا نه محسوسوي.

شریک یي کړئ!