برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۴ اردیبهشت , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

د پاکستان له زندانونو ۶۴ افغان بندیان را خوشي شول

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان د کونسلګرۍ په هڅو د ۶۴ افغان بندیانو د خوشي کېدو اعلان وکړ.


د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر آژانس خبر ورکړ چې د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مسوولينو ویلي دي چې په کراچۍ کې د طالبانو د آتشې او قونسلګرۍ په هڅو سره د سند او پنجاب له زندانونو څخه ۶۴ تنه نور افغان بندیان خوشي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان له زندانونو سلګونه افغان بندیان آزاد شوي دي.

پاکستان معمولاً هغه کسان نیسي چې قانوني اسناد نه لري او په هغه هېواد کې ژوند کوي.

 

شریک یي کړئ!