برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۲ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د پاکستان سوپر لیګ بولۍ لپاره «۴۰» افغان لوبغاړي شامل شوي

آریانانیوز: د پاکستان سوپر لیګ سیالیو د بولۍ لومړي پړاو لپاره څلویښت افغان لوبغاړي په مختلفو کټيګورانو کې شامل شوي چې په شلم نومبر به د مالکانو لخوا واخیستل شي.


په دغه لیست کې چې یوازې ۳۴ افغان لوبغاړي په سیلور کټیګوري کې اچول شوي یو شمېر د لیست ای سیالیو لوبغاړي هم شامل دي، ددې سربېره ۳ لوبغاړي په ګولډ، ۲ په ډائمنډ او یو لوبغاړی په پلاټینیم کټیګورۍ کې شامل دی.
د پاکستان سوپر لیګ سیالیو د لوبغاړو بولي به د روان کال په ۲۰م نومبر ترسره شي، چې په کې به هره لوبډله لږ تر لږه ۱۶ لوبغاړي له ځانه سره اخلي، چې په کې د پلاټینیم، ډائمنډ او ګولډ کټيګورۍ څخه ۳-۳، سیلور څخه ۵ او ایمرجینګ کټیګورۍ څخه ۲ لوبغاړي له ځانه سره ونیسي.
دغه لیست تېره شپه د پاکستان سوپر لیګ رسمي ټویټر پاڼې لخوا خپور شو، چې یوازې له راشد خان پرته د نورو ټولو افغان لوبغاړو نومونه په بېلا بېلو کټیګورانو کې لیکل شوي دي، راشد خان له دې وړاندې په پلاټینیم کټیګورۍ کې له نورو سترو لوبغاړو سره ځای پر ځای شوی دی.
سیلور کټیګوري:
سید شیرزاد، کریم جنت، احسان الله ګربز، اسد الله متني، فضل حق، فطرت الله خاوري، فرمان الله، عبد الله مزاري، ظاهر شهزاد، یونس احمدزی، ، طارق ستانکزی، شرف الدین اشرف، ناصر توتاخیل، مسلم موسی، وقار سلامخیل، کریم صادق، عمران جنت، حمزه هوتک، اکرام عليخیل، ګلبدین نائب، حضرت ځاځی، درویش رسولي، شاهد الله، دولت ځدراڼ، ابراهیم ځدراڼ، ضیا‌ء الرحمن، افتاب عالم، ظاهر خان، عظمت الله عمرزی، سمیع شینواری، نجیب ځدراڼ، نوین الحق، شاپور ځدراڼ او نجات مسعود.
ډائمنډ کټیګوري: په دغه کټیګورۍ کې یوازې محمد نبي او مجیب الرحمن شامل دي.
ګولډ کټیګوري: په دغه لیست کې قیس احمد، محمد شهزاد او اصغر افغان شامل کړل شوي دي، راشد خان له دې وړاندې په پلاټينیم چې تر ټولو غوره کټیګوري ده شامل شوی دی.
د پاکستان سوپر لیګ جالبه به دا وي چې د سویلي افریقا لوبډلې تکړه او د شل اوریزو سیالیو متخصص لوبغاړي ای بي ډيویلیئرز (مسټر ۳۶۰) یادو سیالیو کې د ګډون اعلان کړی و، ډیویډ وارنر او سټیو سمیت به هم په راتلونکې پړاو کې ګډون وکړي، همدا ډول به دوه ستر لوبغاړو عبد الرزاق او عمران نذیر ته ددوی مینوال هم سخت انتظار وي.
د پاکستان کرېکټ بورډ اعلان کړی و چې د ۲۰۱۹م کال د پاکستان سوپر لیګ څلورم پړاو سیالۍ به د فروري میاشتې په ۱۴مه نېټه پېل او د مارچ په ۱۷مه نېټه پای ته ورسیږي، دوی دا هم ویلي وو چې د یاد لیګ وروستۍ ۸ سیالۍ به په پاکستان کې ترسره شي.
یاده دې وي چې په دغو سیالیو کې ټولې شپږ لوبډلې ګډون کوي، او ۳۴ سیالۍ به ترسره شي چې هره لوبډله به د نورو پر وړاندې ۱۰ سیالۍ کوي او په پای کې به څلور غوره لوبډلې نیمه پایلوبو ته لار مومي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي