برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۷ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټاکنو ۲۳ مامورین له صندقونو سره یو ځای بند پاتې دي

آریانانیوز: د جوزجان چارواکي وايي په دوو ولسوالیو کې د ټاکنو ۲۳ کارکوونکي د رایو له ډکو صندوقونو سره بند پاتې دي.


جوزجان کې د ټاکنو ساحوي دفتر مشر حمیدالله بلوچ وايي، دغه کاروونکي د چورلکو له لارې قرقین او منګنجیک ولسوالیو ته وړل شوي او باید هوايي بېرته راوړل شي.
بلوچ زیاتوي تر اوسه يې زرګونه اړیکي نیولې، خو څوک يې غږ نه اوري، په وینا يې هر ورځ ګڼ تماسونه نیسي، خو نتېجه نه ورکوي.
هغه زیاتوي د ولسوالیو وضعیت ترېنګلی دی او کارکوونکو ته يې جدي ګواښ متوجه دی، خو لارې د طالبانو لاس کې دي.
امریکا غږ د بند پاتې کسانو له ډلې د رسول احمدي په نوم خبرې را اخیستې، هغه وايي تر ټاکنو درې ورځې وړاندې قرقین ولسوالۍ ته وړل شوي خو اوس يې مصرف له جېبه دی او څوک يې غږ نه اوري.
هغه وايي: «په دې ولسوالۍ کې د رایو صندقونه هم له موږ سره دي، هیڅوک نشته چې موږ یوسي، له خپله جېبه مصرف کوو، هیڅوک مو حال نه اخلي.»
سرچینه د جوزجان د والي لطف الله عزیزي له قوله وايي چې قول اردو ته يې حال لېږلی، غم به يې وخوري.
دا په داسې حال کې دی چې وړمه ورځ د بدخشان ځايي اوسېدونکو هم له دوو ولسوالیو د رایو د ګڼو صندوقونو نه را رسېدو شکایتونه وکړل.
په ورته وخت کې د ټاکنو کمیسیون له ټاکنو یوه ورځ وروسته دعوه وکړه چې له ټولو ولسوالیو صندوقونه ولایتي دفترونو ته راوړل شوي دي.
د ولسي جرګې ټاکنې د څارونکو بنسټونو، شنونکو او سیاسي ګوندونو له نظره له درغلیو، فساد او سرغړونو ډکې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي