برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳۰ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټاکنو کمیسیون د دارالانشاء رییس ټاکل

آریانانیوز: له اوږده انتظار وروسته د ټاکنو کمیسیون لپاره احمدشاه زمانزی د دارالانشا‌ء رییس وټاکل شو.



د ټاکنو کمیسیون د ټاکنو په روانه پروسه کې د دې چوکۍ تشه یوه بله ستونزه ګڼله، چې ارګ يې نن د ډکېدو خبر ورکړ.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي احمد شاه زمانزی د وړتیا او استعداد له امله دې چوکۍ ته ګمارل شوی دی.
د ټاکنو کمیسیون یو کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي د ارګ د دې اقدام هرکلی کړی او دا يې پر ځای ټاکنه بللې ده.
وړاندې تر دې پر دې چوکۍ امام محمد ورمیاچ دنده پر مخ وړه، چې ارګ د ناسم مدیریت له امله له دندې لرې کړ.
ټاکل شوې پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو لپاره را روانې ټاکنې به د تلې په ۲۸مه ترسره شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي