برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۷ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټاکنو پروسې د روڼوالي سره مرسته

آریانانیوز: د ولسمشرۍ احتمالي نوماند نور رحمان لېوال پر نورو نوماندانو غږ کړی چې په ګډه د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره همکاري وکړي څو د ټاکنو پروسه رڼه او له درغليو پاکه شي او له هغه ورسته دې بیا نوم لیکنه وکړي.


د ولسمشرۍ ټاکنو احتمالي نوماند نور رحمان لېوال دغه څرګندونې د مرغومي په ١٦مه له پژواک سره په يوه مرکه وکړې او ويې ويل چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د تېرو ولسي جرګې ټاکنو کې وښوده چې د رڼو او پر وخت ټاکنو وړتيا نه لري او حکومت په ټاکنو لوبې کوي.
ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنې د ١٣٩٨ لمريز کال د چنګاښ په ٢٩مه ترسره شي.
لېوال وايي چې د رڼو ټاکنو لپاره د ټاکنو درې پړاوونه، د ټولنيز عدالت پر بنسټ د رايې د مرکزونو وېش، د رايه ورکوونکو کره نوم ليکنه او سملاسي د رايو شمېرنه ده او چېرته چې ټاکنې نه ترسره کېږي، هلته د ولس حق بايد په بله بڼه ورکړل شي.
نوموړي پر ولس، حکومت، کمېسيون او احتمالي نوماندانو غږ وکړ چې د رايو مرکزونه، رايه ورکول، او د رايو شمېرلو بايوميټرک سيستم سره تړلى وي چې په مرسته يې د راجسټر، پېژندلو، رايه ورکولو او د سمدلاسه شمېرلو پروسه کره او له هر ډول جعلکاريو خوندي وي.
د هغه په وينا، رايه ورکول بايد په رای پاڼه او هم په ماشيني ډول وي او رايه بايد سمدلاسه د ټولو پر وړاندې د ټاکنو په ورځ په مرکزونو کې وشمېرل او اعلان شي.
ماشيني د شمېر سيسټم بايد په ځنځيري- تړاو سمبال وي څو لاسوهنې ناشونې شي او د بيا شمېرنې وړ وي.
ده زياته کړې: ((که د ټاکنو خپلواک کمېسيون او حکومت د دې کار وړتيا نه لري موږ يې وړيا ورکوو))
لېوال پر نوماندانو غږ وکړ چې په ګډه لومړى د ټاکنو خپلواک کمېسيون سره همکاري وکړي څو د ټاکنو پروسه رڼه او له درغليو پاکه شي، له هغه وروسته دې نوم ليکنه وکړي.
د يادونې ده، تر اوسه دوو احتمالي نوماندانو تورسن او پدرام ولسمشرۍ ته نوم ليکنه کړې ده.
هغه په ټاکنو کې د ممکنه شخړو او لانجو د مخنيوي لپاره ځيني وړانديزونه کړې دي:
١- د ټاکنو خپلواک کميسيون به مکلف وي چې د ټاکنو پروسه ټولو نوماندانو او ولس ته د منلو وړ وي.
٢- د نومليکنې په ورځ بايد کمېسيون دا وړتيا ولري چې ملاتړې يا تاييدي رايې او اسناد وګوري، بيا نوم ليکنه وکړي.
٣- چېرته چې کمېسيون ټاکنې نه شي ترسره کولاى هلته به اړوند نوماندانو ته د رايو د بانکي اټکلونو له مخې د رايو سلنه ورکول کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي