برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۰ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټاکنو لومړۍ ورځ د امنيتي اخ وډب او فساد له شکايتونو سره

آریانانیوز: د افغانستان په زياتو سيمو کې له پرون راهيسې د ولسي جرګې ټاکنې له سختو امنيتي تهديدونو او ننګونو سره مخ وې، په ټاکنو کې فساد، د صندقونو له مخکې ډکېدل، د خلکو د رايې ورکولو څخه منع کول، د رايې مرکزونو کې د نوماندانو د استازو له لوري خلکو ته پيسې ورکول او د خپل نوماند له پاره ورڅخه رايه په پیسو اخيستل، د بايو ميټرک سيستم باندې د کارمندانو ناپوهي او ګڼ نور شکايتونه هغه څه وو چې د ټاکنو مشروعيت يې تر پوښتنې لاندې راوستی..
نن هم په دوهمه ورځ د کابل په ګډون د افغانستان په سلګونو هغو پاتې مرکزونو کې رايې اچول کيږي چې پرون بند وو او دا هغه مرکزونه وو چې د تخنيکي ستونزو او د ټاکنيزو موادو د نه رسېدو له امله بند وو او ډير نور هغه مرکزونه چې د امنيتي تهديدونو له امله بند وو هغه به نن هم بند وي چې شمير يې زرګونو ته رسيږي.
د تيرې ورځې د ټاکنو په اړه ويل کيږي چې يوازې د ولايتونو په مرکزونو کې په محدودو مرکزونو کې رايې اچول شوي دي او له ښاره وتلې ټولې سيمې چې طالبانو لا له وړاندې له خپل اغيز لاندې راوستې وې، بې ټاکنو پاتې دي.
يو شمير سياسي شنونکي او چارواکو د ټاکنو په خپلواک کميسون نيوکه کوله چې د ټاکنو پروسه څنګه چې د ټاکنو کمیسيون يې خبره کوله، په هغه توګه منظمه او له فساده پاکه نه وه روانه او د رايې اچونې په ټولو مرکزونو کې د فساد او تقلب راپورونه ورکړل شوي.
د افغانستان د بيلابيلو ولايتونو او سيمو څخه د ټاکنو د شفافيت په اړه شکايتونه او انديښنې راپورته شوې وې او ډيری هغه خلک چې د رايو له پاره يې نومليکنه کړې وه اوس يې په جدولونو کې نومونه نه وو.
همدا راز ډيری خلکو د بايو ميټرک له سيستم څخه شکايت درلود او له هغې سره د کارمندانو د نا اشنايۍ او په استعمال يې نه پوهيدلو خلکو شکايتونه کول.
د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې د ځينو زورواکو له لوري د رايو له مرکزونو څخه د رايو صندقونه وړي دي او د خپلې خوښې نوماندانو په رايو يې صندقونه ډک کړي دي.
د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ (تيفا) مشر نعيم ايوب زاده هم د ټاکنو له روان بهير څخه انديښنه وښودله او د ټاکنو د نيمګړتيا وو په اړه يې وويل چې دا خورا مهمې سرغوړونې او انديښنې وې کومې چې پرون په ټاکنو کې رامنځته شوې.
هغه وويل چې د رایې ورکولو مرکز په سل مترۍ کې ټاکنیزې هڅې، په ۴۵ سلنه مرکزونو کې دا سرغړونې رپوټ شوې دي.
د بایومېټرک سیستم کارولو کې هم ستونزه شته، په ۳۲سلنه مرکزونو کې دا وسیله یا کارول شوې نه ده، یا دا چې کار یې نه کاوه، همدا راز نهه سلنه رایې مرکزونو ته بایومېټرک سیستم رسېدلی نه دی.
د کابل ختیځ کې او همدارنګه بغلان، پکتیا، بلخ او بدخشان کې تر ۱۱بجو د رایو مرکزونو پرانیستل شوي نه و.
د پلان د نه شتون له کبله ګډوډي هم د ټاکنو بهیر یوه بله ستونزه ده، ټاکنیز مواد ځینو مرکزونو ته رسېدلي نه دي او د مرکزونو برخلیک هیڅ معلوم نه دی.
د رایه ورکوونکو نوملړ او پر تذکرو لګېدلي سټېکرونه خپلو کې سره یو شی نه دي.
همدا راز د کابل په ګډون په ځينو ولايتونو کې د رايې ورکولو په بهير کې د رايې ورکوونکو او ټاکنو د کارمندانو ترمنځ تاوتريخوالی او اخ و ډب هم رامنځته شوي چې له امله يې رايې پاڼې اوشکول شوي او صندوقونه مات شوي دی.
بل لور ته طالبانو هم تيره ورځ خپلو بريدونو ته دوام ورکړی و او د افغانستان په ټولو ولايتونو کې يې په ټاکنيزو هدفونو بريدونه وکړل چې له امله يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
طالبانو ويلي وو چې دټاکنو په لومړۍ ورځ یې په ټول افغانستان کې ۴۰۷ بريدونه کړي دي چې په سلګونو پوليس او د ټاکنو کارمندان په کې مړه او ټپیان شوي.
خو د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې پرون په ټول افغانستان کې ۱۹۳ امنيتي پيښې شوي دي چې په نتيجه کې يې ۴۷ کسان وژل شوي دي او ۲۷۱ نور ټپيان شوی دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي