برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۰ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټاکنو غځېدلو موخه، درغلۍ ته زمینه برابرول دي

آریانانیوز: د شنونکو په باور د ولسي جرګې ټاکنې دویمې ورځې ته غځول، په لوی لاس درغلۍ ته زمینه برابرول دي.


نن چې د سلګونو مرکزونو له جملې یوازې کابل کې په ۴۵ مرکزونو کې رایې اچول کېږي.
د ټاکنیزې پروسې څارونکي پر دې باور دي چې پر ډکو صندوقونو له شمېر پرته شپه تېرول، د درغلۍ یو ډول دی.
د ټاکنو د څار کمیسیون مشر حبیب شینواری وايي دوی ډاډه نه دي، چې دا صندوقونه به چېرته ساتل شوي وي او دویمه ورځ به څنګه وغځول شي.
دوی ټینګار کوي چې اصولاً د ورځې په پای کې په هر مرکز کې د څارونکو تر مخ رایې شمېرل شوې وای، چې ځنډ يې بې له شکه ستونزې را زېږولې شي.
اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم مني چې د ټاکنو لومړۍ ورځ له ستونزو ډکه وه.
هغه له یو خصوصي تلویزون سره خبرو کې وویل، اندېښمن دی چې دا ستونزې ولسي باور زیانمن نه کړي.
که څه هم ولس په ټاکنو کې هغسې برخه نه لري، لکه حکومت چې يې د رسنیز پوښښ له لارې تبلیغات کوي، خو عبدالله عبدالله وايي چې د همدې خلکو باور ته هم زیان اوښتی دی.
ټاکنو کمیسیون دعوه کړې وه چې نږدې اته نیم میلیونه تنو نوم لیکنه کړې وه، خو یوازې درې میلیونو کسانو رایه کارولې وه.
د ټاکنو کمیسیون ومنله چې په یوه ورځ کې يې نیمايي ټاکنیزه پروسه هم نه ده ترسره کړې.
پرون تر ټولو کمې رایې روزګان کې اچول شوې وې، چې ټول شمېر يې تر پنځه زرو رایو نه اوښت.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي