برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۴ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټاکنو د کمیسیونونو ۱۲ غړي د پخوانیو رئیسانو په ګډون ممنوع الخروج کیدا

آریانانیوز: د لوي څارنوالۍ له لوري د ټاکنو د کمیسیونونو ۱۲ غړي، د دغو بنسټونو د پخوانیو رئیسانو په ګډون ممنوع الخروج اعلان شوي دي.


د لويي څارنوالۍ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: “د افغانستان لويي څارنوالۍ یو هئت ګمارلی دي تر څو هغه تورونه چې کشفي ارګانونو له لوري د ټاکنو کمیسیونونو د غړو او رئیسانو په اړه چې ګواکي له صلاحیتونو څخه یې ناوړه ګټه اخیستنې ده، وڅیړي”.
اعلامیه زیاتوي :” گمارل شوي هئیت د دې لپاره چې د غبرګو کمیسیونونو د رئیسانو او ۱۲ غړو تحقیقات بشپړ کړي د واړو بنسټونو رئیسان او ۱۲ غړي ممنوع الخروج کړي دي.”
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ پرون سه شنبه د سلواغې په ۲۳مه د اعلامیې په خپرولوسره د ټاکنو قانون طرحې د تعدیل د توشیح خبر ورکړی دی، د دغو فرمان له مخې د ټاکنو کمیسیون او د شکایتونو کمیسیون د رئیسان په ګډون د دغو کمیسیونونو غړي له دندو لرې شوي دي.
د ولسمشر په دې فرمان کې راغلي چې د چارو د پرمخ بیولو لپاره د دوا ړو کمیسیونونو د دارالانشا رئیسان دې په لنډمهاله توګه د کمیسیونو سرپرستي وکړي.

شریک یي کړئ!