برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۰ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا د پکتیا ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان

آریانانیوز: د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ېوې اعلامېې له مخې د پکتیا ولایت د ولسې جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې دي.


د دغې اعلامیې پر بنسټ د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوري محمد نواب منګل، محمد ابراهیم غښتلی، ډاکټر یار باز خان حمیدي، سید حسن ګردیزی او راضیه سعادت منګل په لومړنیو پایلو کې د بریالیو نوماندانو په توګه اعلان شوي دي.
د دې ولایت په لومړنیو پایلو کې درې پخوانۍ او دوه نوې څېرې لیدلې کیږي چې پارلمان ته یې لاره موندلې ده.
دا په داسې حال کې دی چې د ولسي جرګې د ټاکنو له ورځې تر دوو میاشتو ډېر وخت تیریږي خو تر اوسه لا د ټاکنو کمیسیون د ټولو پایلو په اعلان نه دی توانیدلی.
په ورته وخت کې د شکایاتو د اوریدو کمیسیون وایي چې د دې کمیسیون له پلټنې وروسته ټاکل شوې چې په وروستې لیست کې به د پام وړ بدلون راشي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي