برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ټاکنو خپلواک کميسيون چمتوالی دولسمشریزوتاکنودپایلی داعلان لپاره

آریانانیوز: دیوراپوپه اساس د ټاکنو خپلواک کميسيون ويلي، دوی چمتو دي، تر راتلونکې شنبې د ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي
د ولسمشريزو ټاکنو کميشنر حبیب الرحمن ننګ رسنيو ته ويلي، په اووه پاتې ولايتونو کې د رايو بيا شمېرل پيل شوي، يوازې د بغلان ولايت رايې پاتې دي او ښايي تر نن ناوخته د ټولو رايو شمېرل پای ته ورسيږي
د ښاغلي ننګ په وينا د هوا د خرابوالي له امله د فاریاب او بدخشان رايې کابل ته نه دي رسېدلي او کېدای شي ډېر ژر راورسيږي
دا په داسې حال کې، چې درې مياشتې مخکې د ميزان په شپږمه نېټه ولسمشريزې ټاکنې ترسره شوي، خو د څو ځله ژمنو سربېره هم تر اوسه د ټاکنو پایلې نه دي اعلان شوي
د ټاکنو خپلواک کميسيون تېره مياشت د رايو بيا شمېرنې پرېکړه کړې وه، خو د معترض نوماند عبدالله عبدالله پلويانو په اوو شمالي ولايتونو «بدخشان، تخار، بغلان، فاریاب، جوزجان او سرپل» کې د ټاکنو کميسيون دفترونه تړلي وو او د رايو بيا شمېرنې مخنیوی يې کړی و، خو ښاغلي عبدالله تېره اونۍ له خپلو مرستيالانو او پلويانو سره د ګډې خبري ناستې پر مهال پر خپلو پلويانو غږ وکړ، چې د ټاکنو کميسيون تړل شوو دفترونو ته د کار کولو اجازه ورکړي
تر اوسه دا نه ده روښانه، چې دا ټاکنې چا ګټلي، خو ځينې سرچينې وايي، د ټاکنو کميسيون به اشرف غني ګټونکی اعلان کړي
دا پایلې په داسې حال کې اعلانيږي، چې د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې دی او ځينې کارپوهان په دې باور دي، چې اشرف غني له امريکايي چارواکو سره د جوړجاړي په پایله کې ځان بريا ته رسولی او کېدای شي دې سره د سولې پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي