برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۶ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د يوې مياشتې لپاره ټول تعليمي مرکزونه تړل

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی حکومت اعلان وکړ چې د راتلونکې کال حمل مياشتې تر ۳۰مې نيټې به په هېواد کې ټول تعليمي شخصي او دولتي مرکزونه، د کرونا ويروس د مخنيوي په پار وتړل شي
د ارګ وياند صديق صديقي وايي چې دغه پريکړه يې د عامې روغتيا، پوهنې، لوړو زده کړو، اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو په غوښتنه کړې ده
صديقي پر خپله ټويټر پاڼه کاږي،د عامې روغتیا، پوهنې، لوړو زده کړو، اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو په ګډه وړاندیز سره، د عامه زده کړې ټول مرکزونه وتړل شول
له هغو هېوادونو څخه دی چيرې چې د کرونا ويروس پېښې ثبت شوي دي، تر دې مهاله ټولې ۱۱ پېښې، چې ۶ په هرات، ۳ په سمنګان، يوه يوه په بلخ او کاپيسا کې تاييد شوي دي
له دې وړاندې اشرف غني هرات کې د کرونا ويروس خپريدو په اړه ويلي وو چې بايد‌ احتياطي تدابير چټک کړي، د نوموړي په وينا، «کرونا ويروس نړيوالو ته جدي ګواښ پېښ کړی، په هرات کې د ويروس خپريدل مونږ اړ کوي چې احتياطي تدابير چټک کړو
اشرف غني زياتوي: «د ویروس د خپریدو په قابو کولو کې د خلکو همکاري او پاملرنه خورا مهمه ده، د غونډو مخنیوی، د روغتيا ساتنه او نورو مهمو مسلو په پام کې نیولو سره د ویروس خپریدل قابو کېدلی نټرولولی شي
بايد وويل شي، په پاکستان کې هم تر دې دمه د کرونا ويروس ۲۸ پېښې ثبت شوي چې له مخې يې د بهرنيو چارو وزارت افغانستان سره د مارچ مياشتې له شپاړسمې تر دوه اونيو د ټولو لارو بندولو پريکړه کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي