برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۲ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ولسي جرګې هر غړی په کال کې شپږ نیم میلیونه افغانۍ لګښت لري.

آریانانیوز: د ولسي جرګې د دارالانشا مشر وايي د ولسي جرګې هر غړی په کال کې شاوخوا شپږ نیم میلیونه افغانۍ لګښت لري.


خدای‌نظر نصرت وايي په دې ډول د دې جرګې لپاره هر کال شاوخوا یو میلیارد او شپږ سوه میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کېږي.
نصرت بې بې سې ته ویلي، هر وکیل ۱۸ زره افغانۍ ورځنی لګښت لري.
د ولسي جرګې غړي ته د هغه د مرستیال، موټر چلوونکي، څلورو ساتونکو، کور، ټلیفوني لګښت او معاش له مخې ۲۴۵زره افغانۍ میاشتنی لګښت ورکول کېږي، چې ۴۷ زره يې په مالیه کې ترې ګرځول کېږي، چې ډېری له مالیې نه هم سرغړونه کوي.
د ولسي جرګې غړي له دومره امتیازاتو سره سره د وزیرانو لپاره په رایه اچونه او د ګڼو شرکتونو او قراردادونو په چارو کې هم پر مالي فساد او درغلۍ تورن دي.
د دوی نږدې هر یو يې د خپلو ولایتونو لپاره په اقتصادي پروژو کې ټاکلې برخه لري.
سرچینه د ولسي جرګې د ادارې برخې په حواله وايي چې ګڼ وکیلان د دندې په لومړیو کې په کم قېمته موټرونو کې ګرځېدل خو اوس خورا لوړ قېمته موټرې لري.
خدای‌نظر نصرت مني چې وکیلان په فساد کې ښکېل دي، خو په وینا يې «کم شمېر» فساد کوي او ډېرو يې له شخصي سوداګریو خپلې پیسې ډېرې کړې دي.
اوسنۍ ولسي جرګې پخپله کاري موده کې ۱۹۱ قانوني طرحې، فرمانونه او تر ۱۳۰ ډېری نړیوال اسناد او تړونونه چې له امریکا سره امنیتي تړون هم پکې دی، تصویب کړي دي.
ټاکل شوې د ولسي جرګې د بلې دورې ټاکنې راتلونکې شنبه ترسره شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي