برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۸ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ولسي جرګې نوی رئیس

آریانانیوز: د ولسي جرګې د ریاست لپاره د ټاکنو په دوهم پړاو کې میررحمان رحماني د زیاتو رایو په ګټلو د دغه جرګې د ریس په توګه وټاکل شو.



د یاد جرګې د ریاست لپاره د ټاکنو په دوهم پړاو کې چې نن شنبه ترسره شو میر رحمان رحماني ۱۲۳ رایې او کمال ناصر اصولي ۵۵ خپلې کړې چې په پایله کې د جرګې د غړو لخوا میر رحمان رحماني د دغه مقام د مشر په توګه انتخاب کړ.
د ټاکنو په دوهم پړاو کې ۵۳ رایې باطلې او ١٣ رایې سپينې وې.
که څه هم د دغه مقام د ګټلو لپاره ۱۲۴ معیار ټاکل شوې خو د جرګې غړو میر رحمان رحماني د ۱۲۳ رایو په ګټلو د دغه مقام د مشر په توګه انتخاب کړ.
ښاغلي رحماني لنډه پیژنده
میررحمان رحماني د حاجي قلندرخان زوی دی چې په ۱۳۴۱ هجري کال د پروان ولایت په بګرام ولایت کې زږیدلی دی.
ښاغلی رحماني په ۱۳۵۸ کال کې بګرام له لیسې څخه فارغ شوی او لوړې زده کړې یې په روسیه کې کړې دي. نوموړی په ۱۳۶۱ کال د روسیې له یو نظامي پوهنتون څخه فارغ شوی.
رحماني د پروان ولایت سوداګرۍ او صنایعوخونې د ریس، د بګرام د خلکو د شورا د مشر او د افغان پوځ په لیکو کې د جنرالۍ تر رتبې دندې پرمخ وړې دي.

شریک یي کړئ!