برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۴ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ولسي جرګې نوماند وژل شوی

آریانانیوز: په لغمان ولايت کې د ولسي جرګې د تيرو ټاکنو یو تن نوماند د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی.


د شيرزاد صافي په نامه د ولسي جرګه نوماند او مدني فعال نن په دې ولايت کې په خپل بڼ کې د نامعلومو کسانو له لوري په دزو وژل شوی دی.
له پيښې وروسته بريدګر له سيمې څخه تښتېدلي دي خو ولايتي چارواکي وايي چې د بريدګرو د نيولې هڅې روانې دي.
د لغمان والي محمد اصف ننګ وايي چې ياده پيښه يې تر تعقيب لاندې ده او ټولو امنيتي او کشفي ارګانونو ته يې سپارښتنه کړې ده ترڅو د نوموړي قاتلين ونيسي.
د يادونې وړ ده چې د ولسي جرګې د ټاکنو د کمپاينونو له پیله تر اوسه په وسله والو بريدونو او بمي چاودنو کې لسګونه نوماندانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نوموړي د وژنې مسؤليت تر اوسه چا په غاړه نه ده اخيستی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي