برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ولسي جرګې د لانجې د هواري لپاره

آریانانیوز: د ولسي جرګې د ریاست پر سر د یادې جرګې د غړو مخالفتونه نن درېیمې ورځې ته وغځېدل.



د ولسي جرګې د ریاست لپاره د پروان د خلکو استازي میر رحمان رحماني او د خوست د خلکو استازي کمال ناصر اصولي د شنبې په ورځ سیالي وکړه.
میر رحمان رحماني ګټونکی اعلان شو، خو کمال ناصر اصولي او یوه ډله نورو وکیلانو اعتراض وکړ چې هغه له معیار یوه رأیه کمه وړې او باید انتخابات بل پړاو ته ولاړ شي.
د لانجې د هواري لپاره د دواړو لورو او منځګړو وکیلانو له ډلې یو کمېسیون جوړ شو چې هڅو یې نتیجه ورنه‌کړه.
د دغه کمېسیون د منځګړو غړو له ډلې عبدالقیوم سجادي بېګاه شپه ازادي راډيو ته وویل، اصلي اختلاف د هغې قانوني خلا په خاطر دوام لري چې معلومه نه‌ده، کارول شوې رأیې معتبره دي که حاضر نصاب؟
دی وايي:
“د ښاغلي رحماني موافقین په‌دې استناد چې وايي، اساس کارول شوې رأیې دي، نو هغه رئیس دی، خو مقابل لوری یې وايي چې معیار ۲۴۷ رأیې دي او طبعاً رحماني اکثریت نه‌دی ترلاسه کړی. همدې مسئلې مخالفتونه رامنځته کړي دي.”
ښاغلي سجادي دا هم وویل چې د ده په شمول منځګړو وکیلانو د لانجې د هواري کمېسیون په‌دې پرېښود چې د میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي له‌خوا معرفي شویو استازو غوښتل د دوی له حضور پرته بحثونه مخته یوسي.
د ولسي جرګې د ریاست پر سر مخالفتونه د یکشنبې په ورځ تر ښکنځلو هم ورسېدل او امنیتي منسوبینو د وکیلانو د لاس او ګرېوان کېدو مخه ونیوله.
دغو لانجو په ټولنیزو شبکو کې د ګڼو خلکو غبرګونونه پارولي.
په‌دې سربېره په پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردک له ازادي راډیو سره په خبرو کې د پارلمان په وروستیو لانجو افسوس وښود او ویې‌ویل چې که د لانجو د هواري لپاره وکیلان پرېکړې ته ونه‌رسېږي ګڼې ادارې یې قانوني منځګړیتوب کولای شي.
ښاغلي وردګ زیاته کړه:
“څه چې پرون په ولسي جرګه کې تېر شول د تأسف ځای دی. امید مو دا و او دا دی د ملت استازي چې خلکو په ډېره عقلاني ډول رأیه ورکړې هغه ارزښتونه ښکاره کړي چې خلکو یې په اساس رأیه ورکړې ده. هیله مو دا ده چې د پارلمان وکیل صاحبان د خپلو شخصي ګټو لپاره د ولس دا لوی کور په قومي خطوطو تقسیم نه‌کړي. حقوقي مسایل باید په حقوقي چوکاټ کې حل شي او که دوی یې له حل نه عاجز وي په‌دې وطن کې نورې مراجع شته چې د دوی ترمنځ د قانون په چوکاټ کې منځګړیتوب وکړي.”
د ولسي جرګې ۱۷مه تقنیني دوره د ثور په شپږمه د ولسمشر اشرف غني له‌خوا پرانیستل شوه.
دا جرګه په څه باندې درېیو اوونیو کې لا هم نه‌ده توانېدلې چې خپل اداري پلاوی وټاکي او معلومه نه‌ده چې د دې جرګې د ریاست پر سر د وروستیو درېیو ورځو روانې لانجې څومره دوام پیدا کوي؟
راپور: صفي‌الله ستانکزی
تازه سر ته راوله زاړه سر ته راوله
د ولسي جرګې د ریاست پر څوکۍ د رامنځته شوې شخړې وروسته د ولسي جرګې غړو د شخړې د حل په هدف یو وار بیا پلاوی ټاکلی دی.
د ولسي جرګې غړي میرویس یاسیني رسنیو ته ویلي دي چې د ولسي جرګې له غړو پنځلس نفري پلاوی ټاکل شوی، تر څو د ولسي جرګې په ارشیف کې د شنبې د ورځې انتخابات وګوري.
ده وویل:
“دا یو بد او مضر حرکت دی، د مخنیوي لپاره يې پنځلس کسیز پلاوی وټاکل شو، دوی به ځي ارشیف به ګوري او له هغې وروسته به تورې او سپینې رأیې له یو بله جلا کوي او پایلې او څېړنې به د ولسي جرګې په عمومي تالار کې شریکوي.”
د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د ولسي جرګې د ریاست د څوکۍ لپاره د میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي ترمنځ انتخابات وشول چې په جنجالي ډول پای ته ورسېدل.
په دې انتخاباتو کې میر رحمان رحماني ۱۲۳ او کمال ناصر اصولي ۵۵ رأیې وګټلې.
د جرګې موقت رئیس اعلان وکړ چې ښاغلی رحماني ګټونکی دی، خو ښاغلي اصولي او ځينو نورو وکیلانو اعتراض وکړ.
دوى وايي، ۱۲۳ رأیې د ټولو ۲۴۷ حاضرو وکیلانو پنځوس جمع یو رأيې نه پوره کوي، نو باید د نورو کاندیدانو ترمنځ بل پړاو انتخابات وشي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې یوه بل غړي ګل رحمان همدرد رسنیو ته وویل چې ټاکل شوی پلاوی د پرېکړې حق نه لري، یوازې به په ارشیف کې د ښاغلي رحماني رأیې څېړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردګ ازدي راډيو سره په خبرو کې ویلي چې که وکیلان په خپلو کې د روانې شخړې حل راونه باسي، قانوني بنسټونه اماده دي چې په دې برخه کې منځګړیتوب وکړي.
د ولسي جرګې غړي د نن ورځې د ټاکل شوي پلاوي د شمېر په اړه یوه خوله نه دي.
د جرګې غړي میر حیدر افضلي بیا د پلاوي د غړو شمېر ۲۷ تنه وښود او ويې ویل چې د پلاوي لپاره ۱۷ نوي او ۱۰ د پخواني پلاوي غړي وټاکل شول.
ښاغلي افضلي د پلاوي د کارونو په اړه وویل:
“دغه پلاوی په دوه موضوعاتو کار کوي، اول د ښاغلي رحماني هغه رأيې چې د مجلس د سرپرست رئیس له لوري باطلې اعلان شوي، په ارشیف کې يې څېړي، که باطلې یا هم سمې وې، دا به ځانګړې کوي، دوهم دا چې د نصاب په اړه چې یو شمېر وکیل صاحبان وايي، ۲۴۷ تنه وو او د کورنیو اصولو له مخې يې پنځوس جمعه یو ۱۲۴ رأيې کېږي، هم وڅېړي.”
تېره ورځ هم د دغې شخړې د حل په خاطر پنځلس نفري پلاوی ټاکل شوی و، خو د دوشنبې د ورځې په سهار د ولسي جرګې غړي نادرخان کټوازي ازادي راډيو ته وویل چې د ټاکل شوي پلاوي خبرو نتیجه نه ده ورکړې او پلاوی لغوه شوی دی.
اوس به ولیدل شي چې دغه نوی ټاکل شوی پلاوی به د شخړې په حل کې څومره رول ولوبوي.
راپور: اکرام الله اکرام
د ولسي جرګې د دارالانشاء رئیس عبدالقار ځاځی وطندوست له ازادي راډيو سره په خبرو کې په‌دې اړه چې د ملي شورا امنیتي کسان د کمال ناصر اصولي یا د میر رحمان رحماني د ملاتړو وکیلانو له‌خوا وهل او ټپیان شوي، د جزئیاتو له ورکولو ډډه کوي.
د ولسي جرګې غړی نادر خان کټوازی ازادي راډیو ته وايي چې د ملي شورا دوه درې تنه امنیتي ساتونکي وروسته له هغې چې وکیلانو غوښتل د ولسي جرګې تالار ته ننوځي او د امنیتي کسانو له‌خوا یې مخه نیول کېده، ټپیان شوي دي.
د ولسي جرګې غړی میر حیدر افضلي د ملي شورا په تالار کې د ازادي راډیو خبریال ته وايي چې نن سهار د ولسي جرګې دروازه د دغې جرګې د دارالانشاء له‌خوا تړل شوې وه او وکیلانو ته اجازه نه‌ورکول کېده چې د ولسي جرګې تالار ته ننوځي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي