برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۵ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو دکانديدانو د نوم ليکنې بهير پيلېږي

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې سبا د شنبه په ورځ د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو دکانديدانو د نوم ليکنې بهير په رسمي ډول په ټول هېواد کې پيلېږي.


د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مرستيال معاذ الله دولتي د غبرګولي په ٤مه پژواک اژانس ته وويل چې د کانديدانو د نوم ليکنې دغه بهير د ټاکنو له مهالوېش سره سم پيلېږي
نوموړي وويل، هغه کسان چې غواړي د ولسي جرګې او يا د ولسواليو شوراګانو ته ځانونه کانديد کړي کولى شي د نوم ليکنې لپاره په کابل او ولايتونو کې د نوم ليکنې يوه مرکز ته مراجعه وکړي.
دولتي وويل:(( له مخکې د کمېسيون له خوا په دې اړه فورمې چمتو شوې دي، د نوم ليکنې لوايح او طرزالعملونه د کمېسيون په ويب پاڼه کې موجود دي او کانديدان د هغو په لوستو سره کولى شي چې نوم ليکنه وکړي .))
ده وويل، هغه کسان چې غواړي کانديد شي کولى شي له سبا ورځې( د غبرګولي ٥مه) تر ١٨ورځو پورې (د غبرګولي تر ٢٢مه ) پورې په دې برخه کې اقدام وکړي .
معاذالله دلوتي وويل :(( کله چې دکانديدانو د نوم ليکنې بهير پاى ته ورسيد، د کانديدانو په اړه به د کمېسيون څېړنې پيل شي او د هغوى نوملړ به د ټاکنو شکايتونو کمېسيون ته ولېږل شي، د شکايتونو له راټولونې او څېړ نې وروسته به د کانديدانو وروستى نوملړ اعلان شي.))
ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې هم مهاله د روان کال د تلې په ٢٨مه ترسره شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي