برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۸ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ولسي جرګې اداري پلاوی بشپړ کیدا

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د ولسي جرګې د رييس او مرستیالانو له ټاکل کیدو وروسته د منشي او د منشي د مرستیال لپاره څلور ځله ټاکنې وشوې، چې هیڅ یو هم د پنځوس جمع یوې رایې په تر لاسه کولو بریالي نه شول.



دغو څوکیو ته اته کسانو ځانونه نوماند کړي وه، چې هیڅ یو یې د پنځوس جمع یوې رایې په ترلاسه کولو کې بریالي نه شول.
د ولسي جرګې رييس میرحمان رحماني څرګنده کړې، د جرګې د کورنیو اصولو له مخې؛ که په څلور پړاوونو کې څوک بریالي نشي؛ نو د دوه مخکښو نوماندانو لپاره علني رایې کارول کیږي.
د جرګې غړیو کریم اتل د علني رایې په لړ کې د منشي او عرفان الله عرفان د منشي د مرستیال په توګه وټاکل، چې له دې سره د ولسي جرګې د اداري پلاوي ټآکنې هم بشپړې شوې.
په پام کې ده، چې ولسي جرګه د کمیسیونونو رييسانو پر ټاکلو هم پیل وکړي. دا، چې دوی به د اوړي له رخصتۍ مخکې د جرګې د کمیسیونونو د رییسانو پر ټاکلو بریالۍ شي او که نه! وخت به یې روښانه کړي.

شریک یي کړئ!