برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۹ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ولسمشریزو د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر د مرغومي په لومړۍ پیل او ۱۲ ورځې دوام لري

آریانانیوز: د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، تر اوسه پنځوس کسانو په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګډون معلوماتي بستې ترلاسه کړې خو هېچا په رسمي ډول نوم لیکنه نه ده کړې.


د ولسمشریزو ټاکنو د مهالوېش پر اساس، د دې ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر د مرغومي په لومړۍ پیل او ۱۲ ورځې دوام لري چې نوماندان کولای شي ټاکنو کمېسیون ته په ورتلو نوم لیکنه وکړي.
د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاندې کبرا رضايي وویل، تر اوسه ۵۰ کسانو په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګډون معلوماتي بستې ترلاسه کړې دي خو راتلونکو ټاکنو ته هېچا په رسمي ډول نوم لیکنه نه ده کړې.
نوموړې زیاته کړه، معلوماتي بستې په انلاین ډول هم ترلاسه کېدای شي او د ولسمشرۍ ټاکنو یو شمېر نوماندانو دغه بستې په انلاین ډول د ټاکنو کمېسیون له سایټ څخه ترلاسه کړې دي خو شمېر یې معلوم نه دی.
له دې مخکې نورالحق علومي، انورالحق احدي، حکیم تورسن، هدایت الله حفیظ، ایام الدین وطندوست، نور رحمان لېوال، زلمی رسول، رحمت الله نبیل، شیدا محمد ابدالي، فرامرز تمنا، محمد حنیف اتمر، احمد ولي مسعود، حکمت خلیل کرزي او ځینو نورو نوماندانو دغه معلوماتي بستې تر لاسه کړې دي.
د ټاکنو د قانون په اساس، د افغانستان د تابعیت لرل، اسلام، څلوېښت کاله عمر، د سل زرو سټېکرو درلودل، په بشري ضد جرمونو نه تورن کېدل، له مدني حقونو نه محرومیت او د یو میلیون افغانیو ورکړه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې شرایط دي.
په داسې حال کې چې د ټاکنو کمېسیون د ۱۳۹۸ کال د وري په ۳۱ مه د ولسمشرۍ ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار کوي خو د ټاکنو کمېسیون یوې معتبرې سرچینې پژواک ته ویلي وو، حکومت او نړیواله ټولنه د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو په ټاکلې نېټه اختلاف لري.
په همدې حال کې د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند دوه ورځې مخکې «د مرغومي په پنځمه» د ولسمشرۍ ټاکنو د دوه میاشتني ځڼد د احتمال خبر ورکړی وو.
بلخوا مېرمن رضايي څرګنده کړه، ممکن د کابل ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې د روانې اوونۍ په جریان کې اعلان شي.

شریک یي کړئ!