برخه -څانګه : afghanistan, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۴ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د وحشي حیواناتو نسل له ګواښ سره مخامخ

آریانانیوز: د بامیان ولایت د چاپېریال ساتنې ادارې رییس ابراهیم دادفر سلام‌وطندار ته وویل، یو شمېر ښکاریانو په پراخه کچه په دغه ولایت کې د وحشي حیواناتو ښکار ته مخه کړې چې د یادو حیوانانو نسل یې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ کړی دی.


د دادفر په وینا، که څه هم په ولسوالیو کې د وحشي حیواناتو د ښکار مخنیوي لپاره یې رضاکاره ډلې جوړې کړي، خو امنیتي ځواکونه په‌دې برخه کې ورسره همکاري نه کوي.
په همدې حال کې د بامیان ولایت د چاپېریال ساتنې ادارې رییس وايي، په دغه ولایت کې ۱۷۹ ډوله الوتونکي او ۱۱ ډوله وحشي حیوانات پېژندل شوي چې ۹ ډوله وحشي حیوانات د ډېر ښکار له امله د نابودۍ له ګواښ سره مخ دي.
په بامیان ولایت کې د چاپېریال ساتنې یو شمېر فعالان وايي، د چاپېریال او د وحشي حیواناتو د ساتنې مسوولانو د یادو حیواناتو د مخنیوي لپاره اقدام نه‌دی کړی.
انور رحیمي او داوود احمدي په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل، د غرڅې او لېوه ترڅنګ، په یکاولنګ ولسوالي کې د څو ډولو ګیدړو، هیلۍ او سوی په څېر نور وحشي حیوانات هم د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
د دوی په وینا، که د وحشي حیواناتو د ښکار مخه و نه نیول شي، وحشي حیوانات به له منځه لاړ شي چې د بامیان ولایت پر طبیعیت به هم ناسم اغېز وکړي.
بله‌خوا د بامیان ولایت امنیې قوماندان حمیدالله خدايي د وحشي حیواناتو په ښکار کې د پولیسو لاس لرل ردوي او وايي، د قانون له مخې، پولیس باید د یادو حیواناتو د ښکار مخه ونیسي او په دې برخه کې یې ځانګړي پروګرامونه په پام کې نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ماڼۍ په ۱۳۸۹ کال کې د ۱۷۰۰ ګڼه حکم او

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي