برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱ بهمن , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

د هند او طالبانو اړیکې؛ ډیپلوماسۍ ته بیرته راستنیدل که نوي ننګونې؟

ملا یعقوب، د طالبانو د دفاع وزیر، د هند د دفاع وزارت له استازي سره په لیدنه کې د سیاسي او نظامي اړیکو هرکلی وکړ، خو په ډیلي کې د افغانستان د سفیر د منلو شرط یې مطرح کړ. د هند استازي هم په افغانستان کې د هند د سیاسي استازولیو بیا پرانستل د اړیکو ښه والي لپاره اړین وګڼل.


د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب او د هند د دفاع وزارت ځانګړي استازي ترمنځ په غونډه کې دواړو خواوو د سیاسي او نظامي اړیکو پر جوړولو ټینګار وکړ. د هند استازي په افغانستان کې د هند د سیاسي استازولیو د بیا پرانستلو مسئله او اړین چمتووالی یادونه وکړه.

ملا یعقوب په افغانستان کې د هند د سیاسي او نظامي حضور هرکلی وکړ او ویې ویل:
“د طالبانو حکومت له تاسو سره د اړیکو جوړولو غوښتونکی دی، خو دغه اړیکې باید دوه اړخیزې وي. د هند حکومت دې په ډیلي کې د افغانستان سفیر ومني؛ که نه، نو ستاسو د حکومت غوښتنې د طالبانو لپاره لرې ښکاري.”

په دې لیدنه کې یو مهم بحث د اشرف غني د حکومت په مهال د هند لخوا د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د ملاتړ موضوع وه. ملا یعقوب یادونه وکړه چې په هغه وخت کې دغه ملاتړ سیمه ییزو اړیکو ته زیان اړولی و. د هند استازي په ځواب کې وویل:
“په هغه وخت کې زموږ اړیکې د افغانستان له حکومت سره ښې وې، او موږ د ښاغلي غني له حکومت سره په همغږۍ TTP ته مالي ملاتړ ورکړی و. اوس زموږ اړیکې له طالبانو سره محدودې دي، او تمه لرو چې په ننګرهار، هرات، او مزار شریف کې د خپلو استازولیو په پرانستلو سره سیاسي اړیکې ښه شي.”

په دې ناسته کې، دواړو لورو د باور جوړولو او اړیکو پیاوړتیا اړتیا ته ټینګار وکړ. خو طالبانو د هند لخوا د افغانستان د سفیر منل یوه کلیدي شرط په توګه مطرح کړ.

شریک یي کړئ!