برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ دی , ۱۳۴۸ لنډ لینک :

د نړۍ له مسلمانانو غوښتنه کوو چې د فلسطین د مظلومو خلکو د داعیې ملاتړ وکړي

د طالبانو د ډلې مشر ملا محمد حسن اخند د حماس د مشر د شهادت په غبرګون کښې په یو پیغام کښې د نړۍ له مسلمانانو وغوښتل چې د فلسطین د مظلوم ولس د آرمان ملاتړ وکړی.


د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ د یحیی سنوار د شهادت په مناسبت د دغې ډلې د ریاست الوزراء ملا محمد حسن اخند د تسلیت پیغام خپور کړی دی.

ملا حسن وویل په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د حماس د اسلامی غورځنګ مشر یحیی ابراهیم حسن سنوار د صهیونیسټی نیواکګر رژیم په برید کښې شهید شوی دی . د الله تعالی په لاره کې شهادت د مجاهدینو ستر هدف دی، د مجاهد ورور او اتل یحیی سنوار په شهادت د حماس اسلامي غورځنګ، ټولو مجاهدینو او په ځانګړې توګه د فلسطین مظلوم او مجاهد ملت ته تسلیت وړاندې کوو.

دغه لوړپوړي طالب چارواکي ویلي، غاصب اسرائیل باید هېر نه کړي چې د مجاهدینو د مشرانو شهادت د دښمن پر وړاندې جهادي مبارزه تونده او څو چنده نور ځواکمن کړي.
انشاالله مونږ د نړۍ له ټولو مسلمانانو څخه غواړو چې د فلسطین د مظلوم ولس د داعیې ملاتړ وکړي، د هغوی تر څنګ ودریږي او هغه الهي وظیفه ادا کړي چې په دې ډګر کې د هر چا پر غاړه ده.

د یادونې ده چې د حماس د سیاسي دفتر مشر یحیی سنوار د تیرې پنجشنبې په ورځ د صهیونیسټي رژیم لخوا په شهادت ورسید.

شریک یي کړئ!