برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۰ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د نوم لیکوونکو نیمايي خلکو هم ټاکنو کې برخه نه اخيستې

آریانانیوز: د افغانستان د ولسي جرګې په ټاکنو کې د امنيتي ننګونو او فساد له شکايتونو سره سره يوازې شاوخوا ۴ ميليونه خلکو ګډون کړی و او خپله رايه يې کارولې ده.


د ټاکنو دخپلواک کميسيون رئيس ګلا جان عبدالبديع صياد تيره ورځ ناوخته وويل چې په دې ټاکنو کې د شنبې په ورځ شاوخوا ۴ میليونه خلکو رايه کارولې وه.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان شاوخوا ۳۵ ميليونه نفوس لري چې د ټاکنو له پاره هم يوازې ۸،۸ ميليونه خلکو نوم ليکنه کړې وه.
صياد زياتوي چې موږ ويلی شو چې په دې ټاکنو کې په مجموعي توګه ۴۵ سلنه خلکو رايه کارولې ده او د رايو شميرنه پيل شوې ده چې پايلې به يې ډير ژر اعلان شي.
هغه په ټاکنو کې د فساد او درغلۍ په اړه هم انديښنه وښوده او ويې ويل چې په ځینو مراکزو کې زورواکو د بايو ميټرک د نه استعمال او صندوقونو په خپل سر د ډکولو هڅې کړې دي.
د يادونې وړ ده چې د ولسي جرګې ټاکنې چې له سختو امنيتي ننګونو او د طالبانو له ګواښونو سره مخ وې، د فساد له شکايتونو او په ګڼو مرکزونو کې د بايوميټرک ستونزې، د ځينو نوماندانو د ناظرينو او د ټاکنو د کميسيون د کارمندانو له لوري د يوه نوماند په ګټه صندقونه ډکول او په ليستونو کې د رايه ورکوونکو د نومونو نه شتون هغه څه وو چې د خلکو شکايتونه يې ډير کړي وو.
په دغو ټاکنو د هيواد ګڼو سياسي څېرو د ټاکنو په بهير نيوکې کړي دي او د ټاکنو خپلواک کمیسيون يې په خپلو چارو کې پاتې بللی دی.
د يادونې وړ ده چې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د ټاکنو په لومړۍ ورځ او پرون هم په مرکو کې ويلي دي چې که د ټاکنو پايلي د دوی په خوښه نه وې نو دوی ته د منلو وړ نه دي، هغه د ولسي جرګې ټاکنې يوه مسخره وبللې او ويې ويل چې له نورو سياسي ګوندونو سره په ګډه به په دې اړه تصميم نيسي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي